کور / خبرتیا او پيغامونه / د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د لاريونوالو ګډه اعلامیه

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د لاريونوالو ګډه اعلامیه

د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د تصويب په پار د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په توګه هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. دا ورځ په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د کلونو کلونو پرله پسې تيريو، جنګ او جګړو په دوام کې سږ کال په ميدان وردګ ولايت کې د ۱۲ بې ګناه تنکيو ځوانانو له شهادت او د دې پېښې په غبرګون کې له مدني اعتراضونو سره سمون خوري.
نړيوال بشردوستانه حقونه په ملکي وګړو بريدونه سخت نړيوال جرم ګڼي او د جګړو د انساني قواعدو یوه هڅه هم دا ده چې د شخړو پر مهال په قصدي ډول د ملکي وګړو د وژنې مخه ونيسي. په خواشينۍ سره چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ټولو بشردوستانه اصولو خلاف جنګي جنايتونه او د ملکي وګړو تلفات ورځ په ورځ زياتېږي. له بده مرغه حکومت، ناټو او وسله وال مخالفين ټول د ملکي وګړو د خونديتوب حق له پامه غورځوي او داسې پېښې ډېرې ليدل شوې چې ملکي وګړي د وېرې د خپرولو په موخه په لوی لاس په نښه شوي دي، لکه په زابل کې د بېګناه لارويو يرغمل کول او شهادت، په کندز کې پر ملکي روغتون بمباري او د سيداباد په وروستۍ پېښه کې د بېګناه کليوالو شهادت.
دا چې جنګي جنايتونه ورځ په ورځ زياتېږي، يو مهم لامل يې د جنګي جنايتونو پر وړاندې د سترګو پټولو او معافيت کلتور دی. له بده مرغه په تېرو ۳۸ کلو کې چې څومره جنګي جنايتونو ترسره شوي په اکثرو يې سترګې پټې شوې، چې همدا معافيت بيا د نورو جنايتونو د تشويق لامل ګرځېدلی. په ډېرو مواردو کې د څېړنې تش په نامه کميسونونه جوړ شوي، خو د هغو پايلې بيا چا نه دي ليدلې.
د بشري حقونو خپلواک کميسون د نړيوالې ټولنې په مرسته د دې لپاره جوړ شو، چې تېر جنګي جنايتونه وڅېړي، د هغو عاملين په ګوته کړي او د انتقالي عدالت له لارې يې محکمې ته راکاږي، خو له بده مرغه د بشري حقونو کميسون په سلګونو ميليون افغانۍ د شخصي او سليقوي اړيکو له مخې په پټو او مرموزو پروژو کې ضايع کړې، تر دې چې پيسې يې د دفتر له سيفونو غيب شوې، خو نه يوازې دا چې جنګي جنايتکاران محاکمه نه شول، بلکې هغوی لا واکمن او پياوړي شول او يوه داسې مافيايي امپراتوري يې رامنځته کړه چې تر ډېره بريده د فساد، ناامنۍ، بې عدالتۍ او حتی د جګړې د دوام عوامل همدوی دي. درې کاله کېږي چې د بشري حقونو کميسون د بشري حقونو د نقض په اړه د يوه جامع راپور خبرې کوي، خو دا راپور يا د جنګي جنايتکارانو د خوشالۍ لپاره او يا د دوی د فشار له کبله نه خپرېږي. دولس کاله کېږي چې يوې ځانګړې کړۍ د بشري حقونو کميسون چارې او امکانات يرغمل کړې دي او د ځانګړيو ډلو لپاره کار کوي. زموږ لپاره د بشري حقونو کميسون کړنې او اوسنی مشرتوب نور قطعاً د منلو وړ نه دی.
زموږ په اند د دې لپاره چې د نورو جنګي جنايتونو مخه ونيول شي او د جګړې لمن ټوله شي، بايد د جنګي جنايتونو پر وړاندې د معافيت کلتور پايته ورسېږي. د کاذبو او ناروا مصلحتونو په پلمه نوره د قربانيانو حق چا ته ونه بښل شي، ځکه چې تجربې ښودلې چې جنايتکارانو نه يوازې له عفوې څخه عبرت نه دی اخېستی، بلکې له همدغه معافيت څخه يې د نورو جنايتونو د ترسره کولو لپاره ګټه اخېستې ده.
موږ د بشري حقونو کميسون ته خبرداری ورکوو، چې د جنګي جنايتونو راپور دې په يوه مياشت کې د ننه خپور کړي او د کميسون رهبري او ترکيب دې بدل شي، که نه موږ کميسون د ملي ګټو د ناقض په توګه ملغا اعلانوو او پر ځای يې يو رښتينی خپلواک او ولسي کميسون جوړوو.
موږ پر نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو پر سياسي دفتر، چې د انتقالي عدالت په پلي کولو کې يې د یوه مطرح لوري په توګه مسؤليت درلود، غږ کوو چې د انتقالي عدالت په پلي کولو، د بشر ضد جنايتونو په تعقیب او د عدالت په ټینګښت کې د افغانانو تر شا په عملي ډول ودرېږي او خپل نړيوال مسووليت ترسره کړي.
موږ د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد کې د ۱۲ تنو بېګناه کليوالو د شهادت پېښه په کلکه غندو او له دولت څخه په جدي ډول غوښتنه کوو، چې له ژمنې سره سم د دغې پېښې جدي څېړنه وکړي، د پېښې عاملين د علني محاکمې له لارې په سزا ورسوي او قربانيانو ته د خسارت لازم تاوان ورکړي.
موږ غوښتنه کوو، چې د ټولو هغو کميسونو چارې دې تعقيب شي، چې په تېر وخت کې د جنګي جنايتونو د څېړلو لپاره د حکومت يا نړیوالې ټولنې له خوا جوړ شوي او پايلې يې تر اوسه نيمګړې پاتې دي. په پنجوايي کې د امريکايي سرتېري بوږنوونکي جنايت، په کندز کې د تېلو پر ټانکر او پر ملکي روغتون د وروستۍ بمبارۍ په څېر په سلګونو پېښې دي چې ولس يې د څېړنو پايلو ته سترګې غړوي.
موږ د افغانستان پر حکومت او ناټو ځواکونو غږ کوو، چې د ملکي تلفاتو عوامل په دقيق ډول وڅېړي او داسې لارې چارې وسنجوي چې په بنسټيز ډول د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي.
موږ د دولت پر وسله والو مخالفينو هم غږ کوو، چې که چېرې ځانونه د دې خاورې بچيان ګڼي، بايد د خپلو هېوادوالو ژوند ته ارزښت ورکړي او له داسې کړنو کلکه ډډه وکړي، چې ملکي وګړو ته د تلفاتو او ملي شتمنيو ته د زيان لامل ګرځي.
په پای کې موږ پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د جنګي جنايتونو پر وړاندې د چوپتيا دود پايته ورسوي او د هرې ورځې وير پر ځای د خپلو هېوادوالو د حقونو او ملي ګټو د ساتنې لپاره سره يو موټی شي، جنګي جنايتکاران له واک څخه بېواکه کړي او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.
په درناوي
د جنګي جنايتونو پر وړاندې د غبرګون ملي کمېټه