کور / تازه خبرونه / كندهار:په ولسواليو کي د بېکارۍ د له منځه وړلو په موخه نوی پروګرام پيلیږي

كندهار:په ولسواليو کي د بېکارۍ د له منځه وړلو په موخه نوی پروګرام پيلیږي

د کليو پراختيا رئيس وايي د کندهار په ولسواليو کي د بېکارۍ د له منځه وړلو په موخه نوی پرمختيايي پروګرام پيليږي.

په هغه غونډه کي چي تېره ورځ د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په مشري جوړه سوې وه، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د کليو پراختيا رئيس عبدالقيوم، پنځو ولسوالانو او د انکشافي شوراګانو غړو ګډون کړی وو.

د کليو پراختيا رياست رئيس عبدالقيوم وويل په ولسواليو کي د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د ۱۷۸ ميليونه افغانيو په لګښت نوی پرمختيايي پروګرام پيليږي. نوموړی وايي د دې پرمختيايي پروګرام لپاره ۱۷۸ ميليونه افغانۍ بودجه ځانګړې سوې چي د ملي پيوستون د پروګرام له لاري به مصرف سي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ياد پروګرام پر پيلېدو خوښي وښوده او ويې ويل دا مهال زموږ په ښارونو او ولسواليو کي زيات خلک له بېکارۍ څخه سر ټکوي چي له امله يې يو شمېر کسان د مجبوريت له امله په جرمونو لاس پوري کوي. هغه زياته کړه که خلکو ته د کار زمينه برابره سي، د مصروفيت تر څنګ به له دولت سره همکارۍ ته هم ملا وتړي.

دغه راز د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل دا امتحاني پروسه ده او برياليتوب يې په موږ او تاسي پوري اړه لري، که په شفاف ډول دغه پېسې په مصرف ورسيږي نو نه يوازي دا چي د کندهار لپاره به دغه پروسه اوږدمهاله سي بلکي نور ولايتونه به هم له دې پروسې څخه برخمن سي. نوموړي له خلکو څخه غوښتنه وکړه چي له دې چانس څخه ښه ګټه پورته کړي او د اړتيا له مخي پروژې انتخاب کړي. شمسي د دولت په وړاندي اوسنۍ امنيتي ستونزي تر ډېره له بېکارۍ څخه وښوولې.

ولسوالانو خوښي وښوده چي په ولسواليو کي يې يو ځل بيا د دولت له خوا خلکو ته د کار پيدا کولو او د دولتي خدماتو د وړاندي کولو په موخه پروژې پيليږي. هغوی ولايتي ادارې ته ډاډ ورکړ چي تر خپله وسه به دغه پيسې پر خپل ځای په مصرف ورسوي او زياتو خلکو ته به پکي د کار زمينه برابره کړي. دا پروګرام لومړی په ډنډ، تخته پل، پنجوايي، ژړۍ او نېش ولسواليو کي پيليږي.