کور / تازه خبرونه / نژدې ۱،۲ مليون کسان له ملي بودجې معاش ترلاسه کوي

نژدې ۱،۲ مليون کسان له ملي بودجې معاش ترلاسه کوي

د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل شو.

٢١ قوس ١٩٩٤: د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د بودجې عمومي رئيس ښاغلي ضیاء الرحمان حلیمي او د بودجې عمومي ریاست مسؤولانو د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه د قوس د میاشتې په ۲۱ مه دمالیې وزارت په خیبرهال کې رسنیو ته معلومات ورکړل.
اجمل حمید عبدالرحیمزي د مشرانو جرګې له استازو څخه مننه وکړه چې ملي بودجه یې په خپل وخت تائید کړه. ده د بودجې د مراحلو په اړه رڼا واچوله او ویې ویل چې د نوي مشرتابه هیله داده چې یوه متوازنه، افغان شموله او پر مؤثریت او مثمریت ولاړه بودجه چې خپل امکانات او د خلکو اړتیاوې په کې په نظر کې نیول شوي وي، د افغانستان ولس ته وړاندې کړي.
د بودجې عمومي رئيس د بودجې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې نژدې 1.2 میلیونه کسان د ملي بودجې څخه معاشونه ترلاسه کوي. بودجه په اقتصادي وده، کار موندنې، پانګونې، ټولنیزې خیر ښینګنې، د عوایدو په زیاتوالي او د زیربناؤ د رشد په برخه کې مهم رول لري. ده د مدنې ټولنیو او د رسنیو له استازو څخه هیله وکړه چې د بودجې په لا ښه والي کې له موږ سره مرسته وکړي.
د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه یو هر ازخیزه او معلوماتي پریزنتیشن وړاندې شو چې د بودجې په اړه ټول موارد په کې راټول شوي ؤ.
د رسنیو له خوا هم مختلفې پوښتنې وشوې چې د بودجې د عمومي رئیس او د ویاند له خوا ورته ځوابونه وویل شول