کور / تازه خبرونه / پکتيکا:د پوهنتون د لومړۍ دورې فارغینو جشن ولمانځل شوه

پکتيکا:د پوهنتون د لومړۍ دورې فارغینو جشن ولمانځل شوه

پکتيکا پوهنتون چې له نن څخه څلور کاله مخکې کې يې په فعاليت پيل کړی نن ۹۵ تنه د ښووني او روزنی پوهنځۍ د کیمیا او بیولوژي،ریاضي او فزیک له څانګو څخه د څلور کلنو زدکړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
په دې لمانځغونډه کې د پکتيکا ولايت والي امين الله شارق، امنيه قوماندان،د ولایتي شورا غړو.د غزني ولایت د پوهنتون رییس پوهنیار محمود همت، د بیلابیلو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو د پوهنتون رئيس او استادانو،دیني عالمانو، قومي مشرانواو ځوانانو، له نورو ولايتونو څخه راغللو مېلمنو او د فارغو زدکړيالانو د کورنیو غړو او ګڼ شمېر کسانو برخه لرله .
په پيل کې د پکتيکا والي امين شارق د جمهور رئس محمد اشرف غني پيغام ولوست چې د محصلينو د فراغت د مبارکۍ تر څنګ پکې ويل شوی و پکتيکا يو لرغونی ولايت دی خو د اکثره نورو ولايتونو په پرتله د پوهنې بهير پکې سست دی، زه خوښ یم چې پکتیکا اوس پوهنتون لري او ټولنې ته په پوهه سمبال ځوانان وړاندې کوي.
ورپسې د پکتيکا ولايت والي امين الله شارق وويل پکتيکا يو نا امنه ولايت وو خو اوس د ولس او دولت د ښې همغږۍ په لرلو او ولسي ملاتړ له امله ښه امنيت لري.
ښاغلي شارق د پکتيکا په پانګوالو غږ وکړ چې پدې ولايت کې پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې او خپل ولايت له نورو سره سيال کړي.
د پکتیکا والي وویل پخوا به په رسنیو کې د پکتیکا په اړه یوازې د جنګ خبرونه اورېدل کیدل اوسمهال له نیکه مرغه او د پکتیکا د زړورو او په هیواد مینو دیني عالمانو،قومي مشرانو او ځوانانو هغه مرسته او همکاري چې له خپلو امنیتي ځواکونو او ولایتي ادارې سره یې کوي اوس هره ورځ د پکتیکا څخه د سولي،پرمختګ،پوهي او بیارغوني خبرې په رسنیو کې خپریږي،ښاغلي شارق د پکتیکا ولایت د رسنیو له مسئولینو څخه د کوروداني ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د پکتیکا ریښتینی انځور هیوادوالو او نړېوالو ته وښایاست.
دغه راز ښاغلي شارق فارغ شوو محصلينواو د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه ورکړه چې دغه فارغ ۹۵ کسان به ټول د پوهنې په رياست کې د ښوونکو په توګه په دندو وګماري او له محصلينو يې وغوښتل چې لدوی سره پدې برخه کې همکار شي.
دغه راز غونډې ته د لوړو زده کړو وزیرې اغلې فریدې مومند هم د مبارکي پیغام رالیږلی و چې د پکتیکا پوهنتون استاد رحمت الله حکیمي د غونډې ګډونوالو ته واورول.
غونډې ته د پکتيکا پوهنتو ريئس دريا خان هڅاند وويل چې دوی ټول ۱۱۰۰ تنه محصلين لري چې د ښونې او روزنې او کرنې په پوهنځيو کې زدکړې کوي.
هڅاند د پوهنتون د خپلې ودانۍ او ترانسپورتي تجهيزاتو نشتون خپلې ستونزې وبللې او د پکتيکا ولايت له پانګوالو او ولایتي ادارې څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه .
غونډې ته د فراه والي ښاغلي محمد اصیف ننګ هم د تلیفون له لارې د پکتیکا پوهنتون فارغ شویو محصیلنو ته مبارکي وویله او د هغوی د بریالیتوب غوښتنه یې وکړه.
غونډې ته د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو راغلو مېلمنو او محصلينو هم خبرې وکړې او خوښي يې وښوده چې نن پکتيکا پوهنتو لري او د لېسانس په کچه ځوانان روزي. دوی هم ددې ولايت په پانګوالو او چارواکو غږ وکړ چې پدې برخه کې خپله توجه زياته کړي او فارغ شویو زده کړیالانو ته د کار زمینه برابره کړي.