کور / تازه خبرونه / د میدان وردګو والي وايي ځوانان دي د رضا کارۍ فرهنګ ته وده ورکړي

د میدان وردګو والي وايي ځوانان دي د رضا کارۍ فرهنګ ته وده ورکړي

 

د میدان وردګو والي د ټولنې پرمختک کې د ځوانانو رول مهم بولي او وايي، چې د ملي او هیوادنیو ګټو پر هدف د ځوانانو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

ښاغلي حیات الله حیات نن د لیندۍ میاشتې په «۲۱» نیټه د میدان وردګو ولایت د رضا کاره ځوانانو ټولنې غړو سره د خپل کار په دفتر کې خبرې وکړي.

په دې ناسته کې د رضا کاره ځوانانو ټولنې استازو وویل، چې غواړي په میدان ښار کې د چاپیریال ساتنې په موخه کمپاین ترسره کړي.

ددې ټولنې مشر مطیع الله ستانکزي وویل، چې د کمپاین په ترڅ کې به خلکو ته د چاپیریال ساتني په موخه عامه پوهاوی وکړي او هم به د میدان ښار په ځینو برخوکې کثافت دانۍ ولکوي.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د ځوانانو رضا کاره ټولنې استازو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او له دې امله یې د هغوی د کار ستاینه وکړه، چې غواړي د چاپیریال ساتني لپاره کمپاین ترسره کړي.

ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې ځوانان دې د خپل مسولیت له مخې د ټولنې په ګټه فعالیتونه ترسره او هم دې د رضا کارۍ فرهنګ ته وده ورکړي.