کور / تازه خبرونه / پوځ : عملياتو کې وسله وال او امنيتي ساتوونکي وژل شوي”

پوځ : عملياتو کې وسله وال او امنيتي ساتوونکي وژل شوي”

پينډۍ:د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه وايي، “د تېر يوه نيم کال په موده کې د ضرب عضب عملياتو په ترڅ کې ۳۴۰۰ وسله وال او ۴۸۸ امنيتي ساتونکي وژل شوي دي.” د پاکستان پوځ د عامه اړيکو مشر جنرال عاصم سليم باجوه پر خواله رسنيو خپاره شوي يوه پيغام کې ويلي “تراوسه ۱۱ پوځي محکمو ته د “اورپکو” ۱۴۲ قضيې لېږل شوې، چې ۵۵ قضيې پرېکړې ته رسېدلې او ۸۷ نورې تراوسه په محکمه کې دي.”دی وايي “تراوسه ۳۱ مهمو وسله والو ته سزا ورکړل شوې”د پاکستاني پوځ وياند عاصم سليم باجوه وايي “د تېر يوه نيم کال په دوران کې يې په لويه کچه کاميابي ترلاسه کړې ده، د ده په وينا اوس له افغانستان سره نژدي وروستی سيمې له وسله والو پاکېږي.”دی وايي په دغو عملياتو کې يې د وسله والو ۸۳۷ پټنځايونه هم له منځه وړي دي.د پاکستان پوځ وايي، د تېرو ۱۸ مياشتو په موده کې يې د پټو معلوماتو په ترڅ کې په ټول هېواد کې ۱۳۲۰۰ عمليات کړي، چې له امله يې ۱۸۳ مهم وسله وال وژل شوي او شاوخوا ۲۱ زره نور يې نيولي دي