کور / تازه خبرونه / لغمان: په قرغیو ولسوالۍ کې ۶۴۹۸ جریبه ځمکه غصب شوې ده

لغمان: په قرغیو ولسوالۍ کې ۶۴۹۸ جریبه ځمکه غصب شوې ده

په قرغیو ولسوالۍ کې ۶۴۹۸ جریبه ځمکه غصب شوې ده. (د یادې ولسوالۍ د هر اړخیز وضعیت د څېړلو او ارزلو کمېسیون)
د قرغیو ولسوالۍ د هراړخیز وضعیت د څیړنې او ارزونې په خاطر د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ استول شوي کمیسیون نن ورځ خپل هراړخیزه ګزارش لغمان والي ته وړاندې کړ،د ګزارش د وړاندې کولو په غونډه کې د استناف محکمې رئیس قضاوتمند فضل هادي فاضل،د استناف څارنوالۍ رئیس سید عنبرپاچا،د ملي امنیت عملیاتي مرستیال،د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال خواني طاهري،د شهري محکمې رئیس قاضي ظهرالدین او د یاد کمېسیون غړیو حضوردرلود.
لغمان والي غونډې ته په خپلو پیلیزو کې خبرو کې وویل چې د عالي مقام د هدایت سره سم او د دوهم سل ورځني پلان د ښه تطبیق په موخه یې په لومړي پړاو کې د قرغیو ولسوالۍ د هراړخیز وضعیت د څیړنې او ارزونې حکم صادر کړ،نوموړي زیاته کړه چې دغه کار یې د ولسي غوښتنو او پرلپسې شکایتونو پربنسټ کړی دی ځکه د لغمان ولایت خلک د محلي حکومت په ټولو ادارو کې د ژورو اصلاحاتو،مثبت بدلون او تحرک غوښتنه کوي.
لغمان والي زیاته کړه چې په هر تصمیم کې له ولس سره مشوره کوي او دقانون د تطبیق په خاطر ګام پورته کوي ترڅو هغه ستونزې هوارې شي چې د خلکو او حکومت ترمنځ یې فاصلې زیاتې کړې دي،لغمان والي وویل چې د ټاکل شوي پلاوي د څیړنو او پایلو په اساس به تصمیم ونیسي هغه کسان به مجازات کړي چې ولس ته د خدمت پر ځای خیانت کوي. نوموړي دا خبر داری هم ورکړ چې هغه کسان به هم ګرفتار کړي چې په قرغیو ولسوالۍ کې یې د قانون د تطبیق په وړاندې خنډونه ایجاد کړي او دولتي حاکمیت ته یې زیان رسولی دی.
وروسته د کمیسیون مشر او د ولایت مقام مرستیال الحاج شهزاد مظلومیار د قرغیو ولسوالۍ د اداري حالت، همغږۍ،امنیتي وضعیت،د معارف او صحت د څرنګوالي،د مامورینو د حاضرۍ،له خلکو سره د ولسوالۍ د ادارې د چلند، د غصب شويو ځمکو،د قوانینو د تطبیق او جرایمو په مخنیوي کې د امنیتي او عدلي ارګانونو د فعالیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کړه. وروسته د اقتصاد د رئیس لخوا غونډې ته د استول شوي پلاوي ترتیب شوی ګزارش وړاندې شو.
دګزارش په اساس څرګنده شوه چې د قرغیو ولسوالۍ په اداره کې یو شمیر ستونزې موجودې او یو شمیر مسوولین په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي،همداشان دا هم په ډاګه شوه چې په وروستیو څو کالونو کې په نوموړې ولسوالۍ کې ۶۴۹۸ جریبه دولتي ځمکه د ۶۷۲ غاصبینو لخوا غصب شوې ده،ارزونې په ډاګه کړه چې د قرغیو ولسوالۍ امنیه قومانداني د قانون په تطبیق،د مجرمینو او غاصبینو په ګرفتارۍ او د جرایمو په مخنیوي کې پاتي راغلي دي.
د پلاوي له ګزارش څخه څرګنده شوه چې د یادې ولسوالي په معارف کې تدریسي څرنګوالی په ټیته کچه او د زده کوونکي غیرحاضري زیاته ده، همداشان د کرنې او صحت په برخو کې هم یو شمیر ستونزې په ډاګه شوې په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ د ادارې هغه کړنې هم په ډاګه شوې چې په اړه یې باید قانوني پلټینې ترسره شي.
همداشان د استول شوي پلاوي د څیړنو او ارزونو څخه په ډاګه شوه چې په یاده ولسوالۍ کې د چارو د سمون په موخه اصلاحات او قانوني اقداماتوته اړتیا لیدل کیږي.
وروسته په خپل وار سره د استناف محکمې رئیس،د استناف څارنوالۍ رئیس او د نظامي څارنوالۍ رئیس خبرې وکړې د پلاوي څیړنه او ارزونه یې د اصلاحاتو، خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو،د قانون د تطبیق او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره مهمه یاده کړه،ولایت مقام ته یې ډاډ ورکړ چې د قانون د حکم سره سم به عمل وکړي.
د غونډې رهبري د استول شوي پلاوي د هراړخیز تلاش او په ښه توګه د قرغیو د ولسوالۍ د څیړنې او ارزونې ترسره کول وستایل او د کمیسیون د ټولو غړو له کارونه یې تقدیر وکړ،د ولایتي ادارې مشرتابه ډاډ څرګند کړ چې د حکومت په ټولو چارو کې به په قاطعیت او قانونیت سره اجرات وکړي اود غونډې په پای کې یې د پلاوي ګزارش او وړاندیزونو ته په کتو سره د تحقیق امر ورکړ ترڅو د غصب او قانون ماتونې اصلي عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې یاد کمیسیون د ولایت مقام د مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار په مشرۍ د دوهم سل ورځني پلان د تطبیق په موخه چې د نظامي څارنوالۍ، ارشاد حج او اوقافو او اقتصاد رئیسان، د دولتي قضایاوو، د اداري اصلاحاتو او د اراضۍ امرین او د سکتوري ریاست انکشافي کارپوه په کې غړیتوب درلود د قرغیو ولسوالۍ د هراړخیز وضعیت د څیړنې او ارزونې په موخه موظف شوی وو.