کور / سياسي / افغان ولسمشر د ژمنو ترپولې که د عمل تر بریده

افغان ولسمشر د ژمنو ترپولې که د عمل تر بریده

که څه هم افغان ولسمشر اشرف غني هغه ژمنې چې له افغان وګړو سره د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې کړې وې تر ډیره بریده نه پلي کیدونکې او تخیلي وې او دا کار یې د سیاست لوبولو له اړخه ځانته مشروع ګاڼه او پدې کار سره یې د خلکو پام ځانته راګرځاو او د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر ده بل ښه کاندید هم نه وو او په هیواد کې د شته بی ثباتي ، نا انډولې او د ظلم د ټغر ټولو لپاره همداسې یوه کس ته اړتیا لیدل کیدله .

له کله نه چې ډاکتر اشرف غني دا وپتې یله چې د هیواد د جمهوري ریاست ټاکنو ته به ځان کاندید وي او په هغه روان بهیر کې چې دی پکې په دنده مشغول وو هغه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دواک د لیږد پروسه وه ده پدې موده کې وکولای شو د خپلې اصلي دندې ترڅنګ د هیواد د جاج اخیستو په برخه کې هم خورا کار وکړي، او د ځان لپاره یوه موثره کړنلاره غوره کړې اوکله چې دی ارګ ته رسیږی نو د هغه په پلي کیدو سره به له هیڅ ډول ستونزې سره مخامخ نشي، چې همدا لاسته راغلو معلوماتو او ستونزو د حل په موخه یې د خپل ټاکنیز کمپاین منشور چاپ کړ په هغه کې شته ستونزو ته لازمې او اړینې حل لارې په ګوته شوې وې خو باید یادونه وکړو چې پدې منشور کې ډیر څه داسې هم راغلي وو چې د هغه د پلی کیدو لپاره د امکاناتو او سرچینو په اړه یوازې سر سري فکر شوي وو او له کله نه چې په نظام کې د مخالف کاندید ډاکټر عبدالله شریک شو او د ملی وحدت ترنامه لاندې حکومت جوړ شو هغه پلانونه چې د ولسمشر له لوري په پام کې نیول شوي وو په عادي ډول پلي نشول او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان شو.

د ۲۰۱۵ کال په راتلو سره او له هیواد څخه د بهرنیانو په وتلو سره په هیواد کې د کار کولو زمینه دنشت سره برابر شوه او ددې پړه یوازې د اوسني ولسمشر په غاړه واچول شوه شته بیکاري ځوانان دیته اړ کړل ترڅو هیواد پریږدي او نورو غربی او ارپایی نړۍ ته مخه کړي چې له افغان ځوانانو سره د شته حل په وړاندې بله موثره لاره نه وه موجوده، حکومت چې پخپله له ډیرو داخلی او سیاسی فشارونو او ستونزو سره لاس او ګریوان وو پدې اړه لازم ګامونه پورته نشو کړای هیره دې نه وې چې پدې برخه کې یوازې حکومت نه بلکې نړیواله ټولنه هم ګرمه ده ، افغان ولسمشر دټاکنیزو کمپاینونو په وخت کې د خلکو هیلې دومره لوړې کړې وې چې په راتګ سره به یې هیواد ګل او ګلزار شي چې بدبختانه داسې ونشول او دهیوادوالوهیلې مړ ژواندې پاتې شوې .

خو داچې افغان ولسمشر په تیریوه نیم کال کې د هیواد راتلونکې لپاره څه کړي هغه دلمر په څیر روښانه د هیواد په ګټه کارونه دي افغانستان ترهرڅه وړاندې سولې ته تر هرڅه ډیره اړتیا لري چې افغان ولسمشر د سولې په را وستوکې ډیرې هلې ځلې کړی داچې روښانه پایله نلري هغه زموږ د ګاونډی هیواد پاکستان دوه مخی او کاذب سیاست د دې لامل شو چې د سولې د پروسې په وړاندې یو په بل پسې خنډونه جوړ کړي د طالبانو د مشر ملاعمر مړینه یوله هغو خنډونو څخه وو چې د سولې د خبرو په پیلیداسره دا هر څه ګډ وډ شو . افغان ولسمشر چې پخوایې هم د پاکستان په ریښتینوالي باور نه لاره دا ګومان یې په یقین بدل شو او بدې هڅه کې شو ترڅو نړیوالو ته دا په ډاګه کړي چې د افغانستان د سولې په وړاندې یوازیني خنډ پاکستان ده او د پاکستان له همکاري پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده، داچې پاکستان تر دې وړاندې خپلې ګټې د افغانستان په جګړه کې نغښتې وې د (ټاپي ) یاد ترکمنستان، افغانستان،پاکستان او هندوستان د ګازو د پایپ لاین د غزیدو د پروژې پیلدل دا ښيي چې نور به پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې د هغو مجبوریتونو په اساس چې د دې پروژې په پلي کیدوسره پیداکوي ریښتیني ګامونه پورته کړي ، خکه چې پاکستان د ګازو دې پروژې ته خورا اړتیا لري او د دې پروژې په پلي کیدوسره به د څلورو هیوادونو ګټې شریکې شي د یادې پروژې په دوه اساسي ګټو چې یوه یې اقتصاد او بله یې امنیت ده دلته لنډ معلومات وړاندې کوو د دې پروژې ګټې به څه وي؟
د دې پایپ لاین له ټرانزیټ څخه به هر کال د ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په شاوخوا کې ټکس افغانستان ته ورکول کیږي. د افغانستان د ننه به څه کم او زیاد ۱۲۰۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.د ګازو له پایپ لاین سره به سرک هم غزیږي، چې په اقتصادي لحاظ یې افغانستان ته ډېره ګټه رسیږي، دا سرک به نه یوازې دا چې څو ولایتونه سره ونښلوي بلکې د هغو سیمو سوداګرو ته به هم چې یاد سرک ځینې تیریږي ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، د وخت په تېرېدو سره افغانستان وکولای شي خپل ګاز د همدې پایپ لاین له لارې وپلوري

دا چې یاده پروژه به د امنیت په برخه کې څه مرسته وکړي ویلای شو چې په ټوله کې دهیواد د امنیت لپاره ګټوره ده بلکې د هغو سیمو په امنیت مخامخ مثبت رول لرلای شي او په کومو سیمو کې چې پایپ لاین تیریږي د امنیت لپاره به یې ۷۰۰۰ امنیتي سرتیري وګمارل شي، دا سرتیري د لرې پرتو سیمو د امینت لپاره هم ګټور کیدای شي،د افغانستان په تاریخ کې پاکستان له پیل څخه تر نن ورځې د افغانستان د بربادۍ هلې ځلې کړې، خو دا پروژه کولی شي د افغانستان او پاکستان اړيکې سره ښي کړي پاکستان چې تل د افغانستان د ناامنۍ لپاره له وسله والو مخالفینو څخه کار اخیستی، خو له دې وروسته که پاکستان د افغانستان د ناامنۍ هڅه وکړي نو خپل هېواد ته به یې هم تاوان رسولی وي، دا هم لرې نده چې د (ټاپي) پروژې په پلي کیدو او پیل کیدو سره به د وسله والو مخالفینو (طالبانو) پروژه په ټپه درولای شي چې دا د هیواد د ښېرازي لامل شي.

تردې هاخوا افغان حکومت پدې وروستیو کې پدې وتوانیده چې د چین هیواد په مرسته په کابل کې د (۱۰۰۰۰) لس زره کورونو د جوړولو تړون له یاد هیواد سره لاسلیک کړي تمه کیږي چې افغان حکومت خپلې ټولې هلې ځلې پکار واچوی چې هغو ناخوالو ته چې د تیر حکومت څخه ملت او موجوده نظام ته پاتې دي د يای ټکي کیږدي.

په ټوله کې د فساد په وړلو کې په اساساتو کار ترسره شوي نه داچې په ولایاتو کې په هغه چا پسې وګرځی چې په ډیره ټیټه کچه فساد کې لاس لري بلکې د هیواد په کچه یې د ټولو تدارکاتي موضوعاتو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ چې تر ډیره یې په ملی کچه تړونونه کنټرول کړي او په میلیاردونو افغانۍ یې سپمولي دي او فساد مخنیوي یې کړي، کله چې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د دوهم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو نړیوالې ټولنې د هغه له تیر حکومت څخه د فساد د شتون په اړه خپله کلکه ناخوښي څرګنده کړه او له ښاغلي حامد کرزي څخه یې وغوښتل ترڅو د فساد په له منځه وړلو کې اړین ګامونه پورته کړي چې هغه یوازې په نمایشي بڼه یوڅه اقدامات ترسره کړل د فساد په وړاندې موجوده اداره پدې اعتراف کوي چې دوي یوازې په نامه کار کوي او دوی نشي کولای د هغه چا نوم واخلي چې په هیواد کې یې په میلیونونه افغانۍ رشوت اخیستي او دایې په ډاګه کړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ملاتړ نه کیده چې دا پخپله په فساد کې د لوړپوړو چارواکو لاس لرل په ډاګه کوي. د نوی ملي وحدت حکومت په راتلو سره په روښانه توګه ویلی شو چې په دولتي ادارو کې ورځنۍ چارې په خورا چټکتیا سره ترسره کیږي او په دولتي ادارو کې د هیوادوالو د کارونو په وړاندې خڼد نه رامنځ ته کیږي