کور / تازه خبرونه / افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ

افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ

نن د کېنیا د نایروبي نومي ښار کي د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیو هیوادونو په لسم کنفرانس کي پرېکړه وکړه چي افغانستان او لايبيریا به د غړي په حیث مني. دغه فیصله د یادو هیوادونو لپاره بېله شکه مثبتي اغېزې لري.

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب د دې لامل ګرځي چي بهرني پانګه وال به په افغانستان کي پانګه اچوني ته زړه ښه کوي. دغه راز د سوداګرۍ د وزارت د معین مزمل شینواري په وینا افغانستان یو شمېر په زړه پوري ترانزيټي ګټي هم لاس ته راوړي.
د تقریباً تیرو ۱۱ کالو راهیسي افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د ۱۶۲ غړیو هیوادونو سره په خبرو – اترو بوخت وو، څو په رسمي توګه د دغه سازمان غړی سي. اوس مهال يې ۱۶۳م غړی دئ.

_DSC9450

انځور: WTO

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (WTO=World Trade Organisation) بنسټ د ۱۹۹۵ زېږدیز کال د جنوري پر لومړۍ نېټه کښېښودل سو. دغه سازمان چي د سويسزرلېنډ په جینیوا کي موقعیت لري د تجارت نړیوال قوانین تنظیموي او تر خپله وسه کوښښ کوي چي د غړیو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو لپاره مناسبي د حل لاري ولټوي.