کور / تازه خبرونه / کندهاريانو د ټاپي پروژې په مناسبت جشن جوړ کړ

کندهاريانو د ټاپي پروژې په مناسبت جشن جوړ کړ

د کندهار ولايت زرګونو ځوانانو نن د جمعې تر لمانځه وروسته په دغه ولايت کي د تاپي پروژې د لاسليکېدو په مناسبت د خوښيو جشن جوړ کړ او د افغان او هند له حکومتونو يې مننه وکړه چي ددې پروژې په برخه کي يې هلي ځلي کړي دي.
جشن ماپښين دوې بجې د سلګونو موټرونو او زرګونو کندهاريانو چي د افغانستان بيرغونه او د منني شعارونه يې ليږدوله په دوهمه عينو مېنه کي جوړ سو چي ځوانانو د خوښيو څرګندونه کوله او په مستو اتڼونو او ډولونو سره يې جشن نور هم ترتمين کړی و.
يوه تنظيموونکي او ګډونوال لراوبر ته وويل چي لومړی يې له ولايت مقام او يوه شتمن سوداګر څخه ددې جشن د تمويلولو غوښتنه وکړه خو د دواړو لخوا يې مالي همکاري ونه منل سوه خو وروسته يو شمير مدني فعالينو په خپلو کي د زر زر افغانيو په يو ځای کولو د جشن اړين خرڅ پرې کړ او دغه لوی او پر ځای جشن يې جوړ کړ.