کور / تازه خبرونه / د مشرانو جرګې پلاوي د کندهار د ډله ييز بريد تحقيقات وکړل

د مشرانو جرګې پلاوي د کندهار د ډله ييز بريد تحقيقات وکړل

صدیق الله پوپل کندهار

کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ډله ييز بريد د څېړني په موخه تېره ورځ له مشرانو جرګې څخه شپږ کسيز پلاوی راغی او دلته يې د پيښي په اړه تحقيقات وکړل او نن سهار يې په ولايت مقام کي د خپلو څېړنو په اړه رسنيو ته معلومات وړاندي کړل.

ياد شپږ کسيز پلاوی چي مشري يې د مشرانو جرګې مرستيال محمدعالم ايزديار کوله، پرون د پيښي له سيمي څخه ليدنه وکړه، د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي وکړه او وروسته يې له ټولو اړوندو نظامي مسوولينو سره ليده کاته وکړل.

د مشرانو جرګې مرستيال محمد عالم ايزديار وويل د دې پيښي بشپړ تحقيقات يې کړي او راپور به يې مشرانو جرګې ته وړاندي کړي. هغه زياته کړه په دغه نظامي سيمه کي يو شمېر دوکانونه او ملکيتونه په غيرقانوني ډول عامو خلکو ته ورکول سوي چي دښمن له دې بازار څخه استفاده کړې ده.

نوموړی وايي د امنيتي ځواکونو تر منځ د بشپړي همږغۍ نه شتون هم د پيښي د رامنځته کېدو له لويو عواملو څخه دی. ايزديار وايي: دښمن په پېښه کي له مختلفو وسايلو څخه استفاده کړې لکه د ۵ راکټ اندازه، لاسي بمونه، ۹ کلاشينکوفونه او ځيني نور مهمات. دا ناڅاپي پلان نه وو، بلکي له ډېره وخته جوړ سوی وو.

نوموړی وايي دوی به خپل راپور د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته وړاندي کړي او د ملي امنيت تحقيقات لا هم دوام لري.