کور / تازه خبرونه / مرګونې غېږ کتاب بیا چاپ شو

مرګونې غېږ کتاب بیا چاپ شو

imageد «مرګونې غېږ» کتاب په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روانې استخباراتي جګړې په اړه د لومړي لاس معلوماتو غوره سرچینه ده. د کتاب لیکوال «بروس رېډل» دی. رېډل د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو د وروستیو څلورو ولسمشرانو سلاکار پاتې شوی دی.

دا کتاب په ډاګه کوي چې پاکستان څنګه په خپل وجود کې سختدریځې ډلې رامنځته او وروزلې. د دې ترڅنګ، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د واشنګټن تګلارې هم ننګول شوې دي. کتاب په اووه څپرکیو او ۲۳۰ مخونو کې د اکسوس کتابپلورنځي له خوا په ښکلې بڼه چاپ او خپور شوی دی. د دې کتاب لومړی چاپ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کړی و. دویم ځل د اکسوس کتابپلورنځي له خوا چاپ شو او مینوال یې له نوموړي کتاب پلورنځي څخ تر لاسه کولای شي.