کور / تازه خبرونه / د باختري آثارو نندارتون، د جاپان په کیوشو موزيم کي پرانستل سو

د باختري آثارو نندارتون، د جاپان په کیوشو موزيم کي پرانستل سو

د ډسمبر پر ۲۵ مه د هیواد د ملي موزيم د باختر د خزانې د آثارو نندارتون د جاپان د فکوکا ښار په کیوشو ملي موزيم کي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين زردشت شمس او د ياد موزيم د ریيس شيماتاني هېرويوکي لخوا پرانېستل سو.

په دغه نندارتون کي ۲۳۱ قلمه اثار شامل دي چي د فلول تپې، طلا تپې، آی خانم او بګرام د لرغونو ساحاتو څخه ترلاسه سويدي. دغه آثار به د ۲۰۱۶ کال د فبروري تر ۱۴مي په همدې موزيم کې نندارې ته وړاندي کيږي. د يادونې وړ ده چې یاد اثار به تر دې وروسته، د ۲۰۱۶ کال په اپرېل مېاشت کي، په ټوکيو ملي موزیم هم کي د دوو مياشتو لپاره نندارې ته وړاندي سي.

په پرانېستغونډه کي، ښاغلي شمس وویل چي د یاد نندارتون موخه د افغانستان لرغونی تاريخ او بډای فرهنګ نړیوالو په ځانګړي ډول د دوست هېواد جاپان فرهنګ مینو خلکو ته ورمعرفي کول دي. نوموړي په فرهنګي او نورو برخو کي د افغانستان سره د جاپان د مرستو څخه مننه وکړه او د افغانستان او جاپان د کلتوري اړیکو پر لا پراختیا یې تینګار وکړ. نوموړي همداراز د جاپان د حکومت په تېره د پروفېسور هېراياما څخه مننه وکړه چې د هېواد د ملي موزيم ۱۰۲ قلمه تښتول سوي اثار يې د تېرو ۱۵ کلونو راهېسي په جاپان کي خوندي ساتلي. د یادونې وړ ده چي د ټوکيو نندارتون په پای کي به ذکر سوي اثار افغانستان ته تسلیم کړل سي.

د کيوشوموزيم ریيس شيماتاني هېرويوکي په خپله وېنا کي د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه چي ددوی غوښتنه يې ومنله او خپل ترټولو ارزښتناکه اثار يې د نندارتون لپاره ور واستول. هغه هيله وښوده چي د افغانستان او افغانانو د پېژندلو لپاره دا يو طلايي فرصت دی او هيله من دی چي ګڼ شمېر جاپانيان به يې کتو ته ورسي.

په کيوشو او ټوکيو موزيمونوکې به د دواړو نندارتونونو له لاري دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالر یا نيږدې ۱۷ میلونه افغانۍ او همداراز د نندارتون د ټولو عواېدو ۴۰ سلنه افغانستان ته ورکول کيږي.