بسم الله الرحمن الرحيم

ولې روسانو د ۱۹۷۹م کال د دسمبرپه ۲۷نيټه پر افغانستان تيری وکړ اود دې تيري په واسطه يې افغانانو ته څه زیانونه ورسول ؟

د زوړ او نوي استعماري سیستمونو توپير په دې کې دی ،چې په زاړه استعماري سيستم کې وسله والو استعماري ځواکونو به بل کمزوری هیواد نیغ په نیغه ونیو ،خپله استعماري واکمني به یې پکې ټینګه کړه ، ټولې سیاسي ، اقتصادي ، نظامي او نورې چارې به یې تر خپل کنترول لاندې راوستلې چې د داسې په څرګند ډول د پردیو واکمنۍ پرضد د استعمار لاندې خلکوغبرګونونه به چټک او پریکنده وو . په نوي استعمارکې د دې دپاره چې د استعمار لاندې هیوادونو خلک یې غولولي او غبرګون یې پڅ کړی وي په دغو هیوادونو کې خپل تالي څټي او اجنټان په زور وي او که په توطیه قدرت ته رسوي او د هغوئ له لارې د خپلو استعماري ګټو دپاره ټولې چارې پرمخ بیایي .
روسانو د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې همدغه د نوي استعمارسیاست او چلند پر مخ ووړ. د منځنۍ اسیا ډیرو هیوادونو کې خویي حتا د روسې امپراطورۍ په واسطه نیول شوو هیوادونو کې خپل د خوښې حکومتونه جوړ او د شوروي اتحاد په چوکاټ کې له روسیې سره یوځای کړل . له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته یې هم یوشمیر د شرقي اروپا هیوادونو کې چې دوئ نیولي وو دخپلې خوښې حکومتونه منځته راوړل او په سیاسي ، اقتصادي ، نظامي او فرهنګي چاروکې ځان سره د اتحادیو او پکتونو په واسطه وتړل . له ټولو دې هیوادونوسره د روسانو اړیکي د دیکتې اوبر لاسۍ پربنسټ ټینګ وو او هیڅ ډول متقابلو ګټو ، متقابل درناوي او یوبل کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل وجود نه درلود . له هم دې کبله خو څو ځلې شوروي اتحاد پر دغو هیوادونو لښکرکشۍ کړي او خپلې غوښتنې يې پرې تپلي دی .
دا چې چینایانو شوروي اتحاد ته د سوشل امپریالیزم نوم ورکړی و، تر ډیرې اندازې د واقعیتونو سره سمون درلود . په خولې یې د انټرنشنالیزم شعار ورکاوه ، خو عملي سياست یې امپریالیستي و. زموږ پرهیواد د شوروي اتحاد تيري استعماري موخې اوبڼه درلوده . په دې تیري سره شوروي اتحاد بې له شکه غوښتل افغانستان ونيسي ، يولاسپوڅی ګوډاګی حکومت پکې منځته راوړي اوبیا د دغه ګوډاګي حکومت له لارې يې دشوروي اتحاد په یوجمهوریت بدل کړي . نو ځکه د شورويانو تیری تر ډیرې کچې د نورو استعماري ځبر ځواکونو لکه انګریزانو او امريکایانو له تیریو څخه کوم د پام وړ توپیر نه درلود . د درې واړو استعماري ځبر ځواکونو تیریو افغانانو ته د نا انډوله جګړو په تپلو سره ډیر زیات ځاني ،مادي او معنوي زیانونه اړولي دي ،خوهغه سترمصیبتونه چې افغانان ترې په مودو مودو ځانونه نه شي ژغورلی، د دوئ توطیې دي چې یو په بل پسې یې دافغانانو په وړاندې سرته رسولي دي .
د افغانانو سره د جګړوپه ډګر کې انګریزي استعماري ځواکونه د سختو شرموونکو ماتو سره مخامخ شول . خو د سیاست په ډګرکې انګریزانو دهغه وخت پر امیر داسې یوه ستره استعماري توطیه پر افغانانو وتپله چې تراوسه پورې د پنجابیانو په وجود کې دوام لري . دې توطیې ، چې د ډیورنډ دکرښې په واسطه یې دافغانستان په ویشلو سره ، له افغانانو څخه له ځان څخه د دفاع وړتیا وا خسته زموږ هیواد د نړۍ د ځبر ځواکونو او ګاونډیانو د تیریو ، لاسوهنو، توطیو اوسیالیو په ډګر بدل کړی دی . له دې توطیې څخه وروسته چې په ۱۸۹۳م کال کې سرته ورسیده تر اوسه پورې نیم افغانستان د استعمارتر منحوسې واکمنۍ لاندې تل د ځپونکي استعماري چلند سره مخامخ دی. نیمه نوره برخه یې ډیر وخت د استعماري ځبر ځواکونو د اشغال ، د دې ځبرځواکونو له خوا د دوئ دخوښې تپل شوولاسپوڅوبې کفایته فاسدوحکومتونوتر واکمنۍ لاندې تل د بیوزلۍ ، بې ثباتۍ ،جګړو، قومي شخړو ، بهرنیوتیریو ،لاسوهنو ، او توطیو سره لاس او ګریوان وي . که کله کوم شخص یا ډله پیدا شي او وغواړي چې خپل هیواد له استعماري توطیو څخه وژغوري ، ترڅو د پرمختګ په لور پر مخ ولاړشي ، نو سمدستي د یو نه یو ډول استعماري ځواک یا ځواکونو د تیریو او توطیو سره مخامخ کیږي . نه یواځې د ژغورلو هلې ځلې یې له ناکامۍ سره مخامخ کیږي ، بلکې د مودو مودو لاسته راوړنې یې د خاوروسره خاورې کیږي .
د ۱۳۵۷ش کال د ثور د ۷ نیټې وسله وال پاڅون په بریالیتوب او د افغانستان دخلک دموکراتیک ګوند د دنننیو ستونزو په اواریدوسره په افغانستان کې داسې یوملي وطنپال دولت منځته راغی چې د زړه له کومي یې غوښتل او هلې ځلې یې کولې چې د افغانستان پرضد د انګریزانو د ډیورنډ ستره استعماري توطیه پای ته ورسیږي . د ډیورنډ دکرښې اخوا افغانانو چې هم ولیدل چي په کابل کې په رښتیا سره یو خپلواک ملي وطنپال حکومت منځته راغلی دی ، چې د زړه له کومي غواړي د ډیورنډ د استعماري تورې کرښي په واسطه ویشل شوی افغانستان بیرته یوشي ، نو دغوافغانانو هم له امو څخه تراباسینه پورې د ټولو افغانانو په یو کیدو او دیو ستر، ځواکمن او متحد افغانستان په منځته راتلو کې د پنجاب له استعماري واکمنۍ څخه دخپلو ژغورلو هوډ او ضمانت لیدل . نو لدې کبله د دغه هوډ د رښتیاینې دپاره يې لا له مخکې څخه دخپلو کورونود بامونو په سرونو د هغه وخت د انقلابي دولت سره بیرغونه ودرولي وو.
دا د ویشل شوو افغانانود بیرته یو کیدو د ازادي بښونکي غورځنګ دمنځته راتلولومړنۍ طبیعي نښې وې ، چې دهغه وخت دپاکستان د مشرانو پام یې هم ځان ته را اړولی و. خو د پاکستان د حکومت مشرتابه دا نښې طبیعي نه ګڼلې او دا یې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند کارباله . نو ځکه کابل ته په خپل سفرکې ضیاؤالحق د هغه وخت حکومتي مشرانو ته دا خبره یاده کړه چې ګنې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند غړو دغه سره بیرغونه دخپلو کورونو د بامونو په سرونو ودرولي دي او نوموړی ګوند هلته په منظم ډول خپل ګوندي فعالیتونه پرمخ بیایي .
په غیر رسمي خصوصي خبروکې څو ځلې ما ( جلیلي ) د جمهور رئیس حفیظ الله امین له خولې دا خبره ، چې « خدای دې وکړي د ډیورنډ له کرښې اخوا ورونه ډیره بیړه ونه کړي او خپله جدايي له پاکستان نه ترهغه وخته پورې اعلان نه کړي ، ترڅومخکې له وخته ، چې لا په خپلوپښونه یو ودریدلي او ورته تیارنه اوسو دپاکستان سره مقابله راباندې تحمیل نه شي » ، اوریدلې ده . له دې نه داسې څرګندیږي چې کله د پاکستان تر استعماري واکمنۍ لاندې پښتانه ورونه په دې پوه شول چې د کابل حکومت په رښتیا سره یو خپلواک او د دوئ خپل حکومت دي او د زړه له کومي غواړي چې ویشل شوي افغانان بیرته یوشي او له اموڅخه تر اباسینه پورې یو ستر،خپلواک اوځواکمن حکومت منځته راشي ، نو دوئ هم په دغسې یو خپلواک او ځواکمن افغان دولت کې خپله خپلواکي اود پنجابیانو له ظلمونو او زور زیاتي او استعماري واکمنۍ څخه د خلاصون لار لیدله اونژدې و،چې د پاکستان پر ضد یو سرتاسري پاڅون سرته ورسوي .
خوپه خواشینۍ سره روسانوته هم دا پته لګیدلې وه چې د ډیورنډ د کرښې اخوا پښتانه نور د پنجاب سره یوځای نه ځي او کیدای شي ژر ترې ځان جدا او بیرته د نورو افغانانوسره له اموڅخه تر اباسینه پورې یو ستر او ځواکمن افغان دولت منځته راوړي . کله چې داسې یو ستر، خپلواک اوځواکمن افغان دولت منځته راته ، نوبیا خونورو بهرنیو هیوادونواو شوروي اتحاد ته سخته وه چې د افغانستان سره ، بې دمتقابلو ګټو ، متقابل درناوي او یوبل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې له اصل څخه پرته ، بل ډول اړیکي ولري . چې له افغانستان سره د دې اصولو پر بنسټ د اړیکو لرل شوروي اتحاد ته د منلو وړ نه وو . ځکه چې شوروي اتحاد هم یو پراختیا غوښتونکی استعماري ځبر ځواک واو د افغانانو پرضد د انګریزي استعمارچیانو د ډیورنډ توطیه یې په خپله ګټه ګڼله او دخلقي دولت په وجود کې د دغې استعماري توطیې شنډول یې نه شول زغملای .
څرنګه چې شوروي اتحاد په نړۍ کې څان د استعمارضد ازادي بښونکو غورځنګونو مدافع او پلوي معرفي کړی و، نو ځکه په ښکاره یې د انګریزي استعمارچیانو په واسطه د افغانستان د ویشلو توطیه نه تائیدوله ، خو ویشل شوی، بې اتفاقه او ټوټې ټوټې افغانستان یې دخپلو لاسوهنو او پراختیا غوښتنې په ګټه ګاڼه ، نو ځکه کله چې د حفیظ الله امین په مشرۍ دخلقي دولت په وجود کې د دغه استعماري توطیې پر شنډیدو یې باور راغی ، نو ډ ټولو نړیوالو نورمونو په ضدیت کې يې پرافغانستان یو له شرمه ډک پراختیا غوښتونکی تیری سرته ورساوه اود ډیورنډ د توطیې د شنډیدو مخه یې ونیوله . چې دا په واقعیت کې پر افغانستان باندې د روسانو د ۱۹۷۹کال د دسمبرد ۲۷نیټې د تیري اصلي موخه وه . پر افغانستان باندې د روسانو تیري هیڅ ډول توجیه نه درلوده . نورې اوتې بوتې یې د همدې موخې د پټولو دپاره ورسره ملګرې کړې وې .
د ۱۳۵۸ل کال د جدي ۶ نیټې تیري څخه وروسته شوروي مشرانو او مطبوعاتویې په جمهوررئیس حفیظ الله امین پسې پروپيګنډې کولې ، چې غوښتل یې له ځان څخه سادات اوتیتوجوړ کړي اویو ماجرا غوښتونکی سړی و. سادات او تیتو بل څوک نه وو،یواځې د ستروهیوادونو ، مصر او یوګو سلاویې ، خپلواک جمهور رئیسان وو چې د شوروي اتحاد دیکتې یې نه منله . که چیرته د حفیظ الله امین په ریاست جمهورۍ کې د ډیورنډ د کرښې په واسطه ویشل شوی افغانستان بیرته یو شوی وای او له آمو څخه تر اباسینه پورې یو ستر، خپلواک او ځواکمن افغان دولت منځته راغلای وای ، نوبې له شکه حفیظ الله امین به د یوسترهیواد جمهور رئیس وای چې شوروي لوړتیا غوښتونکومشرانو په خپل ګاونډ کې داسې یو ستراو ځواکمن افغانستان نه شو زغملای . دا چې روسانوحفیظ الله امین ته ماجرا غوښتونکی ویل ، هغه بله کومه ماجراغوښتنه نه وه کړې ، بې له دي چې په پوره زړورتوب سره یې د یوریښتیني افغان مشرپه څیر د ویشل شوو افغانانو د یووالي دپاره هلې ځلې کولې . هغه به تل په خپلوخبروکې ويل چې له اموڅخه تر اباسینه پورې یوهیواد دی او ټول اوسیدونکي یې افغانان او یو دبل ورونه دي ، دوئ هرچیرته چې وغواړي ، کولای شيٍ لاړ شي او وه اوسیږي .
پر افغانستان د روسانو د ۱۹۷۹م کال د دسمبر د ۲۷نیټې تیري افغانانو ته څه زیانونه واړول ؟
روسانو په خپل تیري سره د یو وحشي ځبرځواک ، چې هیڅ ډول نړیوالو نورمونو، بشري حقوقواواخلاقو ته ژمن نه وي ، عمل سرته ورساوه ، اوپه دې ډول یې د افغانانو سره خپله ژوره کینه او دښمني په اثبات ورسوله . پر یو ګاونډي ،ناپييلي او دوست هیواد ، چې هیڅکله یې ورسره کومه پخوانۍ دښمني نه وه تیره شوې ، بې له هرډول پلمې او مخکینۍ خبرتیا څخه تیری کول اودتیري په لومړیو شیبوکې د افغانستان برحال جمهور رئیس حفیظ الله امین دخپلو زامنوسره په شهادت رسول افغان ملت ته سپکاوی او یو بې بډیله انساني ضد جنایت و. روسانو د دغه جنایت سرته رسیدو سره سم د پرچم وطنپلورونکې ډلې مشر ببرک کارمل ،چې د کې . جې . بې . پخوانی جاسوس و له تاشکند څخه د افغانانو د غولولو په موخه د افغانستان د جمهور رئیس اوصدراعضم په نوم اعلان کړ. خو افغانان پرې تیرنه وتل او ډیر ژر د تیري کوونکو او ګوډاګي رژیم پرضد جهاد او سراسري پاڅون پیل شو.
روسانودخپلو اولاسپوڅي رژیم د پښوټینګولودپاره د افغان ملت په وړاندې سترجنایتونه سرته ورسول او د یوې بیخي نابرابرې جګړې په تپلو سره یې افغانانو ته سترځاني ،مادي او معنوي تاوانونه واړول . له دوومیلیونو څخه زیات افغانان په دې جګړه کې له منځه ولاړل او له پنځومیلیونو څخه زیات دخپل کورکلي او هیواد پریښودو ته اړویستل شول .د کونډواویتیمانو اومعیوبینو لښکري جوړي اونژدې ټول هیواد په شاړواو کنډوالو بدل شو. له دې سربیره روسانو د افغانانو پرضد داسې جنایتونه سرته ورسول چې دافغان ملت د اوسنۍ اوږدې غمیزې په منځته راتلو کې یې ډیر ناوړه رول لوبولی دی ، چې لاندې په لنډ ډول یې یادونه کیږي :
۱ـ د جمهور رئیس حفیظ الله امین په وجود کې د یوملي وطنپال زعامت ، چې له امو څخه تر اباسینه پورې ټول افغانان پرې راټولیدی شول له منځه وړل او د یو نظامي تیري په سرته رسولو سره پر افغانانو د خپل جاسوس ببرک کارمل په مشرۍ د یولاسپوڅي حکومت تپل په افغانستان کې د ملي زعامت یوه تشه منځته راوړه چې تراوسه دا تشه ډکه شوې نه ده او په افغانستان کې یې د زعامت یوه لویه ستونزه منځته راوړې ده .
۲ـ د انګریزي استعمارچیانوله خوا د ډیورنډ کرښې په واسطه د افغانستان د ویشلو د توطیې د شنډیدو مخنیوی . روسانو ځکه په خپل خاینانه وسله وال تیري سره د حفیظ الله امین په مشرۍ خلقي دولت له منځه یوړ،چې روسانوته دا پته ولګیده چې د دې دولت په وجود کې دانګریزانو په واسطه د افغانستان د ویشلو توطیه شنډیږي او ژر به له اموڅخه تر اباسینه پورې یوستر، خپلواک او ځواکمن دولت منځ ته راشي . چې روسي لوړتیا غوښتونکوپه خپل ګاونډ کې داسې ستر افغان دولت نه شو زغملي .
۳ ـ له خپلې ماتې او له افغانستان ځنې له وتلو څخه وروسته د خپلواجنټانو په واسطه په افغانستان کې د یو مرکزي دولت د منځته راتلوپه مخنیوي سره د سولې د ټینګیدو مخنیوی . د روسانو په لارښوونه د کارمل ډلې د ډاکتر نجیب پر ضد کودتا د دې له پاره وکړه چې د بینن سیوان په مشرۍ دملګرو ملتونو د سولې پروګرام ناکام کړي . ترڅو قدرت ته د رسیدو د پاره وسله والې ډلې یوبل سره جګړې پیل کړي او سوله ټینګه نه شي .
۴ ـ په افغانستان کې د جګړو او بې ثباتۍ د سختیدو او دوام په خاطر د خپلو کارملي اوسکتارستي اجنټانو په واسطه قومي ، ژبني او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل او خپل لاسپوڅي لمسول چې د پښتو او پښتنو پرضد د بربنډ تعصب چلند پرمخ بوزي او په دې ډول افغانانوترمنځ د ملي یووالي د ټینګیدو په مخکي خنډونه واچوي .
۵ ـ روسانو پرافغانستان باندې په خپل تیري اوکورنیو جګړو او بې ثباتیو ته په لمن وهلو سره د نړۍ نوروځبرځواکونواو ګاونډیوهیوادونوته پر افغانستان دتیریو او لاسوهنو پلمه په لاس ورکړه . او له افغانستان څخه یې د نوروهیوادونود سیالیو یو لا مالکه ډګر جوړ کړ . دا د روسانو تیری او لاسوهنې وې چې پر افغانستان یې د امریکې او ناټو نورو هیوادونوته د یرغل پلمه او شرایط برابر کړل . که روسانو د حفیظ الله امین ملي وطنپال دولت له منڅه نه وای وړی او ویشل شوی افغانستان بیرته یوشوی وای ، نو بیا به بهرنیو یرغلګرو ځواکونو ته سخته وای چې پر افغانستان یې تیري او یرغل ته زړه ښه کړی وای . ښایي ځینو لوستونکو ته ځما دا خبرې احساساتي او ارماني بڼه ولري . خو بیا په ټینګه وایم که روسانو پر افغانستان تیری نه وای کړی ،اوس به یو پرمختللی ،ستر او ځواکمن افغانستان وای ، نه داسې د هر چا د تیریو،لاسوهنواوتوطیو سره مخامخ او بیچاره افغانستان .
وروستۍ خبرې :
لومړی ـ افغانانو د سوسیالیزم – انترنشنالیزم او کپیتالیزم – دموکراسۍ ترخې تجربې پر افغانستان باندې د دې دوو سیستمونو دټیکه دارانو شوروي اتحاد او امریکې متحده ایالتونو په تیریو او یرغلونو کې په عملي ډول ولیدلي او وګاللې . دواړو هیوادونوخپلو استعماري پراختیا غوښتونکو موخو ته د رسیدو په خاطر په دروغو جوړې شوې پلمې جوړې کړې او پر افغانستان یې یرغل وکړ. دواړو یرغلګروځبر ځواکونو دخپلو یرغلونو سره یوځای بې شمیره ستونزې ، کړاوونه اوبدمرغۍ افغانستان ته له ځانونو سره راوړې . په میلیونونوبیګناه افغانان یې په خپل هیواد او کلي کورکې له منځه یوړل او نوم یې پرې اشرار او تروریست کیښود .دواړوځبرځواکونوتر پزې پورې په فساد اودرغلیو کې ډوب خپل لاسپوڅي پر افغانانود چارواکو په بڼه وتپل . دې دواړوځبرځواکونو د افغانانو پرضد د انګریزي استعمارچیانو په واسطه د افغانستان د ویشلو توطیې دوام څخه، چې افغانستان یې د سترو مصیبتونو او بربادیو سره مخامخ کړی دی ، ملاتړوکړاو کوي . چې په دې ډول د انګریزانو په شمول دا درې استعماري یرغلګر ځبرځواکونه یوشان د افغانستان دخلکو په بربادۍ ، بد مرغۍ او وروسته پاتیوالي کې ونډه لري . نوځکه له دوئ څخه تمه کول چې افغانانو ته به ښیګڼه ، سوله ، نیکمرغي اوسوکالي راوړي د دې ځبرځواکونو د جاسوسانو پروپيګنډې دي او بس . د غم او اندیښنې خبره ده چې اوس هم دې ځبرځواکونو پورې تړل افغان چارواکي دوئ ته زارۍ او ننواتې کوي چې په افغانستان کې خپل نظامي فعالیتونه زیات او دوام ورکړي .
دویم – ګاونډیو هیوادونو ، په تیره بیا ایران او پاکستان ،هم دافغانستان دخلکود غمیزې په ژوریدو کې له هیڅ ډول ناوړه هلوځلو ، عناد او دښمنۍ څخه ډډه نه ده کړې . پاکستان د انګریزانو په واسطه د دې د پاره منځته راغلی دی ، چې په سیمه کې د دوئ د ګټو د پاره کار وکړي اوهغه استعماري توطیې چې د سیمې خلکو په وړاندې یې جوړې کړي دي د پاکستان په وجود کې دوام وکړي . لکه چې د ډیورنډ د تورې کرښې په واسطه د افغانستان د ویشلو توطیه تر اوسه پورې د پاکستان په وجود کې دوام لري . سره ددې چې له نظامي پلوه پاکستان ډیر ځواکمن ښکاري ، خود کاغذي ببرپه څیریو بې بنیاده هیواد دی ، ځکه چې دملت له ملاتړ څخه بې برخې نظامي ځواکونه نه شي کولای په نورو ملتونوبریالي شي . که له امو څخه تر اباسینه پورې افغانان په یوه خوله ووايي چې موږ یوخپلواک هیواد یو ، نو هیڅوک ، د پنجا ب د نظامیانو په شمول به یې په وړاندې ، که خدای کول ، د ودریدو هڅه ونه کړي .
ډیرتاوان چې افغانانوته اوس او په راتلونکې کې رسولای شيٍ ،هغه ایران دي . ایران یوقوي اقتصاد او زوړ فرهنګ لرونکی هیواد دی ، چې په سیمه کې دنورو خلکو سره د ژبې اومذهب له ورته والي څخه دخپل سیاسي نفوذ څخه تل ناوړه ګټه اخلي . چې دې هیواد ته یې دنیمه ځبرځواک بڼه ورکړې ده ،چې له کبله یې د سیمې دهیوادونوپه کورنیو چارو کې لاسوهنه د ځان حق ګڼي . ایران ویشل شوي افغانستان ته د یو سیال هیواد په سترګه هیڅکله نه دي کتلي او نه ګوري . یواځې له اموڅخه تر اباسینه پورې یومتحد او ځواکمن افغانستان کولای شي د ایران تر څنګ د یوخپلواک او سیال هیواد په توګه ژوند ته دوام ورکړي .
دریم – تر څو د افغانانوپه وړاندي د انګریزي استعمارچیانو د ډیورنډ توطیه شنډه نه شي اوویشل شوی افغانستان بیرته یو نه شي ، افغانستان نه شي کولای په سیمه کې د یو سیال هیواد په توګه خپل شتون ته دوام ورکړي . د ډیورنډ استعماري توطیه بل څوک نه شي شنډولای اونه يې د شنډولو وس لري . دا توطیه یواځې له اموڅخه تر اباسینه پورې د ټولو افغانانو په ملي ازادي بښونکي پاڅون سره شنډیدلای شي . دټولو ملي وطنپالو شخصیتونو او ډلو ملي او اسلامي دنده ده ، چې د دې استعماري توطیې څخه د افغانانو د ژغورلو په خاطر خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي .
څلورم ـ ځبرځواکونوڅخه د ښیګڼې تمه کول اویا د هغوئ د ایدیولوژیکي اوتبلیغاتي دستګاوواو شبکو د پروپيګنډوتراغیز لاندې راتلل په تیر او اوس کې افغانان د سترو بربادیو او ناکامیو سره مخامخ کړي دي.له دغوترخو تجربو څخه باید افغانان عبرت واخلي اونور په پردیو ایدیالوژیو او درواغجنو پروپیګنډو ونه غولیږي . افغانانو ته په کار دي چې له هر ډول افراط او تفریط څخه پرته د اسلام د مقدس دین دلار ښوونو پربنسټ عمل وکړي او له هغوافغان غوره لارو چارو او عنعنو څخه چې د دې لارښوونو سره سمون لري ګټه واخلي . په دې سره نه یواځې د افغانانو بشري حقوق ، ټولنیز عدالت او خپله واکمني منځته راتلای شي ، بلکې دافغانستان ملي او اسلامي هویت خوندي کیدای شي .
ومن الله التوفیق
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۵کال د دسمبر۲۷