کور / تازه خبرونه / دمخابراتي خدمتونو لمن باید پراخه او کیفیت یې لوړ شي ​

دمخابراتي خدمتونو لمن باید پراخه او کیفیت یې لوړ شي ​

دا څرګندونې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د یکشنبې په ورځ دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست څخه د لیدنې پرمهال په ډاګه کړې .
دغه لیدنه چې یو شمېر ریسانو یې ملتیا کوله پداسې حال کې ترسره شوه چې پدې ولایت کې د خوست – ګردېز ترمنځ د نوري فیبرپروژې چارې ۹۹٪ سرته رسېدلي او دښار څخه تر غلام خان بندره پورې د خوست والي لخوا د نوري فایبر دلین غځولو کارونه هم په رسمي توګه پيل شوي دي چې په بشپړېدو سره به په خوست ولایت کې د (3G) انټرنېټ ترڅنګ دمخابراتو په ډګر کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي .
د لیدنې په سر کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ریس انجنیرګل حبیب شاه او دبېلابېلو امریتونو او مدیریتونو مسوولینو خوست والي ته د خپلې ادارې په پروګرامونو،فعالیتونو،عوایدو،لاسته راوړنو او همداشان په دې ولایت کې د مخابراتي خدمتونو په تړاو معلومات ورکړل .
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریس وویل دخوست ولایت شاوخوا ۹۶٪ سلنه سیمې ترمخابراتي پوښښ لاندې راغلي او خلک یې پدې برخه کې له ګڼو اسانتیاوو برخمن کړي دي خو ددوی په وینا یو شمېر سیمې شته چې تر اوسه هم ددې سهولتونو څخه محروم دي خو په وینا یې دوی پوره هڅه کوي چې شته ستونزې رفع او ډېر ژر یادو سیمو ته هم مخابراتي فعالیتونه وغځوي .
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پدې خوښي څرګنده کړه چې په افغانستان کې مخابراتي پروګرامونو ښه پرمختګ کړی دی ، ده هیله وښوده چې دغه سهولتونه په نږدې راتلونکي کې د هېواد ګوټ ،ګوټ ته ورسیږي .
حبیبي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ډېر ژر دخوست ولایت هغو سیمو ته هم د مخابراتي اسانتیاوو په برابرولو کې اقدام وکړي چې تر دې مهاله د مختلفو عواملو په اساس محرومې پاتې شوي او یا یې په سیمه کې مخابراتي خدمات کمزوري وي ، ترڅو په هره ولسوالۍ او هر کلي کې خلک د مخابراتو له خدماتو اړینه ګټه پورته کړي .
حبیبي زیاته کړه چې ده ته د ورسېدلو شکایتونو پربنسټ یو شمېر خلک داسې سیم کارتونه پلوري چې د اړونده نماینده ګیو سره ثبت نه لري .ده پدې هکله د یاد ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې هېچاته په ښار او ولسوالیو کې ددې اجازه ورنه کړي چې له ثبت پرته سیم کارتونه وپلوري .که هرچا پدې برخه کې سرغړونه کوله په وړاندې یې باید قانوني ګام واخلي .
وروسته خوست والي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ بېلابېلې اداري خونې،وسایل او اداري چارې وکتې .ده پدې خوښي وښوده چې په خوست ولایت کې مخابراتي سېسم ورځ تربلې پیاوړی کیږي او خلک به له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي.
د یادولو وړ ده چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست په چوکاټ کې دا مهال دخوست- ګردېز ترمنځ د نوري فایبر پروژې چارې په بشپړېدودي چې پدې سره به نه یوازې مخابراتي فعالیتونه پراخ شي بلکې پدې ولایت کې به دانټرنېټ په کیفیت او بیعه کې هم د پام وړ بدلون راشي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر -۱۳۹۴-۱۰-۶- یکشنبه