کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې له سفیر سره وکتل

اجرائیه رئیس د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې له سفیر سره وکتل

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د کابل لپاره د اروپايي اتحادیې له استازي مایکل میلیبن سره وکتل.

په دغه لیدنه کي د افغانستان د سولي پروسې د بیا پیل کېدو په اړه د پرمختګونو ترڅنګ، د راتلونکو ټاکنو پر امادګیو، ټاکنیزو اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو باندي هم خبري وسوې.

د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي د اسیا د زړه هیوادونو په ناسته کي د سوو پریکړو په تعقیب کي ورورستي فعالیتونه خورا ارزښتناک او د سولي خبرو د بیا پیل لپاره اساسي اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چي افغان حکومت د سولي خبرو ته لېوال دی او هیڅ راز ملي ارزښتونه او تېري لاسته راوړني به ددې خبرو پرمختګ ته قرباني نکړي.

هغه یادونه وکړه، حکومت راتلونکو ټاکنو ته امادګي نیسي او کار کوي، چي په نژدې راتلونکي کي د نوو کمېسونونو د تشکیل په هدف، د غوراوي کمېټې کارونه پیل کړي.

ډاکټر عبدالله همداراز وویل، چي د برېښنايي تذکرو ویش هم د حکومت په لومړیتوبونو کي دی او هڅه کوي، چي دا پروسه ډېر ژر پیل او د خلکو سره کړي ژمني پوره سي.

د کابل لپاره د اروپايي اتحایې سفیر مایکل میلیبن د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي د حکومت د اصلاحي پروګرامونو ترڅنګ له راتلونکو فعالیتونو هم ملاتړ څرګند کړ.

نوموړي وویل، چي د ټاکنیز نظام اصلاح او د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدل اساسي ارزښت لري او همداراز له ولس سره د حکومت ژمنو ته عملي جامه وراغوندي.

هغه زیاته کړه، چي اروپايي اتحادیه د ملي یووالي حکومت وروستي فعالیتونه ستايي او د راتلونکو پلانونو تطبیق هم د هیواد او خلکو لپاره مهم ګڼي.

صدیق الله پوپل