کور / سياسي / د سولې مذاکرات

د سولې مذاکرات

تېره ورځ د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته سفر وکړ، د ګډ حکومت د مشرتابه ولسمشر غني او اجرایوی ریس ډاکټر عبدالله سره ې جلا جلا لیدنې وکړی چې د رسنیو او سرچینو له مخې ې د نورو “موضوعاګانو ” تر څنګ د دوی ( اسلام اباد) په وساطت د ګډ حکومت او د وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې او د پروسې بیا پیل په اړه موافقه وکړه …
الله ج دې سوله راولي ، افغانان ټول سولې ته لېواله دي ، سوله غواړي او د ګاونډیو څه چې د نړۍ هر هېواد سره د متقابل احترام په بنسټ نیکې اړیکې او مناسبات غواړي خو د دغو نیکو ارزوګانو درلودلو تر څنګ باید دا هم هېر نکړو چې د سولې راتګ یوازې د کوم ګاونډې په وساطت د وسلوالو مخالفینو له کومې ډلې سره په مذکراتو شونې نه دی ، دا کار په خپل ځای مهم دی ، اما جُز دی کُل باید ونه ګڼل شي ځکه چې پدې لړ کې باید نورو ډیرو اړخونو ته پام او کار وشي لکه:
• د سولې د مذاکراتو لپاره تر ټولو لومړې باید په ګډ حکومت کې او ورپسې په نظام کې شامل خلک یوې سیاسي اجماع ته ورسیږي ، توافق پرې وکړي او له مخې ې کار وکړي. زه فکر نکوم چې په اوس وخت کې دې په ګډ حکومت کې شامل د دواړو ټیمونو تر منځ همغږي وي بلکې د تحول د ټیم د مشرتابه د ولسمشر غني او جنرال دوستم فکرونو کې هم شاید پدې اړه د ځمکې او اسمان فرق وي، یو ې د یوې وینا له مخې د اسلام اباد په وساطت مخالفین خبرو ته کېنول غواړي او بل ې په جګړه د ختمولو لپاره د روسیې څخه نظامي مرسته غواړي…
اما که څوک دا نه مني او داسې نه هم وي نو د ګډ حکومت د لوړپوړو چارواکو تر منځ د سولې د مذاکراتو اړه د نبیل وروستۍ څرګندونې او استعفاء د دوی تر منځ د همغږۍ او سیاسی اجماع معلومولو لپاره کافی ده. هغه څه چې د شورا نظار ځینې غړي ، پخوانې ولسمشر حامد کرزی او حکومت نه بهر نور خلک په اشاریو او کنایو کې وایی لا جلا دي … نو په همدې خاطر دا به په لومړې قدم کې تر بل هر څه مهمه وي چې په نظام کې شامل خلک د سولې لپاره که په یو اتفاقي توګه نه وي په اکثریتي سیاسی اجماع راټول شي.
•• د ګډ حکومت چارواکي او نظام کې شامل خلک باید د غیر مسوولانه ویناوو او خبري بیانونو له ورکولو څخه جدي ډډه وکړي ، پر ځاې د دې چې د مخالفینو توهینونکې ، په لوی لاس لا شدید مخالفت ته هڅونکې او د مذاکراتو د پروسې سبوتاژ کوونکې ویناوې وشي باید د مخالفینو د زړه ګټلو او د مذاکراتو د پروسې د غښتلې کولو لپاره کار وشي اما که دا هم ممکن نه وي او د ځینو د عادت سره سم نه وي نو لږه تر لږه باید چوپتیا اختیاره کړای شي. پدې سوله نه راځي چې ولسمشر د افغانستان څخه د مخالفینو هدیره و قبرستان جوړولو غواړي ، اجرائیه ریس ې مذاکراتو پر ځای جنګ ته چک چکې وهي ، لومړی مرستیال ې د مخالفینو سره د جنګ لپاره د هېوادونو مرسته غواړی ، د ارګ په پیسو چاپیدونکې اخبار سرخط د سولې او مینې پر ځاې د نفرتونو ، افراطیت او سپکاوې ډکې مقالې او تحلیلونه خپروي ، معاش اخیستونکې فیسبوکي خیاطان ې د سمو خبرو او لیکنو پر ځای د مخالفینو د توهین ، سپکاوی او د دولت سره د فاصلې لا زیاتو لپاره د اخلاقي معیاره او افغاني آدابو نه عاری لیکنې کوي … غیر دولتۍ رسنۍ خو لا پریږده! چې د جنګ اور ته د هوا ورکولو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورته د پورته کتلو جرآت قدرې هم نکوي …
••• د سولې د پروسې او مذاکراتو لپاره باید میکنیزم جوړ شي ، دا صحیح ده چې ولسمشر او د دولت په لوړو چوکیو ناست خلک به دا پروسه څاري ، ګزارشونو به ې اخلي ، سلا مشورې او پریکړې به کوي خو د دې پروسې د تعقیب او د کارونو مخکې وړلو لپاره باید یو ځانګړې فورم وي چې همدا ې کار او مسوولیت وي .
د سولې عالی شورا اکثریت خلکو ته د منلو وړ نده بې لدې چې د وخت او پیسو ضیاع ده بل هیڅ فایده ې نشته . ګډ حکومت باید یا د سولې عالی شورا کې داسې بنسټیز بدلونونه راولي چې هم خلکو ته د منلو شي او هم د مذاکراتو په لړ کې مؤثره تمامه شي که نه نو بیخې باید ختمه او پر ځای ې داسې فورم ایجاد کړي چې د بوج کیدو پر ځای د لاسته راوړنو جوګه وي.
•••• د سیاسي اجماع او مذکوره بالا نورو چارو وروسته باید تر بل هر چا د مخه د امریکا سره نتیجه خیزی او فیصله کوونکې خبرې وشي. د امریکا نظر باید معلوم شي ، امریکا باید دې ته اماده او پدې قانع شي چې د سولې لپاره د امریکا مخلصانه هڅې او د افغانستان څخه د یو منل شوې مهال ویش له مخې په مرحله واره توګه نظامي انخلا د جنګ د جواز ورکیدلو ، په افغانستان کې د جګړې د پای ، د سولې د پایښت ، د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو تر منځ د امریکا د مثبت تاثر جوړولو او حتی د امریکا د اقتصاد د خرابیدو څخه د بچ پاتې کیدلو لپاره اشد ضروري او اړین دي. امریکا باید په اخلاص سره د مذاکراتو د هڅو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې خپل نظامي شتون ته په ترتیب سره د پای ټکې کیږدي ، که نه تر څو چې په افغانستان کې د امریکا نظامي شتون وي تر هغې به د جنګ جواز وي او تر څو چې د جنګ جواز وي تر هغې به سوله یو خوب او خیال وي. …
••••• د ګاونډیو په وساطت د مذاکراتو تر څنګ باید دولت د بین الافغاني او مستقیمو مذاکراتو لپاره مخلصانه کار شروع کړي.
حزب اسلامي افغانستان چې د چا د وساطت پرته په مستقیمو بین الافغاني مذاکراتو باور لري او امیر يې انجنیر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د کړکیچ د پای لپاره جامع طرحه لري. باید طرحه يې په ترجیجاتو کې شامله ، استفاده ځینې وشي او د تنظیم سره ې نتیجه خیز مذاکرات وشي.
همدا راز د اسلام اباد په وساطت که ډیر هم خوشبین شو د طالبانو یو څه غړي یا ډلې به مذاکرات شروع کړی اما د طالبانو ټول تحریک پدې کې رانغاړل په هیڅ صورت هم ممکن نه دی پدې دلایلو چې :
– پاکستان پخپله اعتراف کوي چې پر طالبانو ې پوره کنترول پاتې نه دی او یوازې یو اندازه اثر پرې لري.
– د مری مذاکراتو کې ناست طالبان په اړه ویل کیږي چې د منځ خبرې د خبریدو پرته راټول کړای شوې وو او هغه خلک نه وو چې تر دې د مخه ې چیرته پدې سطحه د طالبانو استازیتوب کړې وي او یا د قطر د دفتر د تایید څخه برخمن وي.
– د اسلام اباد وساطت کې شاید بیا هم د ځینو ډلو یو څه نمایندګان راټول کړای شي لاکن د قطر دفتر مسوولینو شاملیدل نزدې ناشونې ده چې د اسلام اباد په وساطت خبرو ته کېني او یا ې د زړه نه هرکلې وکړی نو په همدې خاطر باید د قطر دفتر د پامه ونه غورځول شي بلکې مستقیماً د بین الافغاني مذاکراتو تر چتر لاندې ورسره خبرې و شي.
– د طالبانو د پخوانې مشر مرحوم ملا محمدعمراخوند د مړینې وروسته په طالبان د مشرتابه ټاکلو او نورو اختلافاتو پر اساس په دوه یا څو ډلو وویشل شول چې اوس یو بل د پاکستان لپاره په کار کولو تورنوي چې د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې نوې جلا یا رامنځته شوې وړه یا غټه ډله او د منصورداد الله فدایی محاذ لخوا د ملا اختر محمد منصور تر مشرۍ لاندې په طالبانو په مکرر ډول لګول شوې تورونه ې بیلګې دي ، نو پداسې حال کې طالبان په خپلو منځو کې ویشل شوې وي او د پاکستان سره په اړیکو یو بل تورنوي ،د ټولو ې د اسلام اباد په وساطت راټولیدل ممکن نه بریښي چې په همدې خاطر یوازې د پاکستان په وساطت باندې بسیا پر ځاې باید د پاتې ډلو یا ګروپونو سره هم د بین الافغاني مذاکراتو تر چتر لاندې خبرې وشي.
•••••• په داخل کې د ښه حکومتدارۍ او د دولت تر ادارې لاندې سیمو کې د ډاډمن امنیت تر څنګ د هېواد نه بهر مهاجرینو بېرته راتګ ته عمومې او د پاکستان مېشتو افغانانو راستنېدا لپاره ځانګړې او جدي پاملرنه او کار وشي.
د مهاجرینو راتګ باید د سولې د پروسې سره تړلې او په مذاکراتو مثبته اغیزه لرونکې وګڼل شي.
افغانستان ته د مهاجرینو راستنېدل د افغانستان د امن ، پرمختګ او ابادۍ ضامن کیداې شي پدې شرط چې د تېرو ۱۴ کلو دغلاګانو ، دوکو … او ناسمو کړنو برعکس د مهاجرینو لپاره دولت پخپلو امکاناتو او د بهرنیانو په مرسته داسې شرایط مساعد کړې چې مهاجرین پکې په عزت سره په خپل وطن کې ځای پر ځای شي.