کور / تازه خبرونه / پاکستانۍ مېرمنې سوريې ته تللې

پاکستانۍ مېرمنې سوريې ته تللې

اسلام اباد : دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پنجاب په لاهور ښار کې پوليسو تاييد کړې چې درې مېرمنې سره د خپلو بچو په “اسلامي دولت نومې ډلې کې د شاملېدو لپاره سوريې ته تللي.
په پنجاب کې ديوشمير لادرکه شويو کسانو په اړه څو مېاشتې وړاندې د ښار، وحدت کالونۍ او پنجروال پوليس سټېشنو کې راپور ثبت شوي و
خو د پولېسو چارواکي وايي چې امنيتي ادارو ته اوس معلومه شوې چې دغه لادرکه کسان په “اسلامي دولت” ډلې کې د شاملېدو لپاره د کراچۍ او ګوادر له لارو ايران او بيا سوريې ته تللي وو
.د لاهور د پولېسو يوه لوړ پوړي چارواکي حيدر اشرف ويلي، له پوليسو سره د دغه کسانو د ورکې راپور ثبت شوی و، خو په دغه کې ځينو مېرمنو له خپلو کورنېو سره تماس نيولی
.د کورنېو غړو اوس امنيتي ادارو ته ويلي چې دغه کسان نه دي تښتول شوي بلکې په خپله خوښه سوريې ته تللي
.سورېې ته د دغه مېرمنو د تلو پخلۍ په داسې مهال شوی چې يوه ورځ وړاندې د ترهګرۍ د کنټرول ځانګړي ځواک د پنجاب سيالکوټ سره نژدې ډسکه سيمه کې اته کسان نيولي وو
.په دوی تور و چې د اسلامي دولت ډلې لپاره کار کوي
.د پنجاب ايالت، د قانون وزير رانا ثنا الله په دغه سيمه کې د اسلامي دولت ډلې د موجودګۍ پخلی کړی
او ويلي دي چې په ډسکه سيمه کې دغه کسان د اسلامې دولت ډلې د يوه تن امير معاويه سره د موباېل له لارې په تماس کې وو
.هغه وويل چې دغه کسانو سوريې ته د تلو چمتوالی نيولو چې استخباراتو د دوی پر ضد ګام پورته کړ
. بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند قاضي خليل الله ويلي چې داعش په پاکستان کې شتون نه لري. خو دا يو څو وګړي دي چې د نوموړې ډلې سره يو ځاي شوي دي