کور / تازه خبرونه / پاکستان وايي قانوني افغانانوته به ستونزه نه وي

پاکستان وايي قانوني افغانانوته به ستونزه نه وي

اسلام اباد : دبي بي سي د خبرله مخې دپاکستان حکومت وايي سره له دې چې (د دسمبر ٣١ مه) په پاکستان کې د ثبت شو افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه بشپړه شوې ده، خو ترڅو چې په دې اړه د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه مخې ته راځي دا کډوال کولى شي هلته پاتې شي او هيڅ ډول ستونزې به ورته نه پيدا کيږي
.د پاکستان د ايالتي اوسرحدي چارو د وزارت يوې اعلامېې کې راغلي دي چې په دې لړ کې د پاکستان بېلا بيلو ايالتونو ته ويل شوي دي هغه افغان کډوال چې راجستر دي هغوي ته د ستونزو له پيدا کولو ډډه وکړي.
خو دې اعلامېې کې هغه کډوالو ته اشاره نه ده شوې چې نومونه يې ثبت نه دي
د شمېرو ترمخه په پاکستان کې درې ميلونو څخه زيات کډوال ژوند کوي، خو هغې څخه يواځې يو نيم ميلون يې راجستر دي.د پاکستان د ايالتي اوسرحدي چارو د وزارت په پاکستان کې د ثبت شو افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه بشپړه شوې ده، خو ترڅو چې په دې اړه د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه مخې ته راځي دا کډوال کولى شي هلته پاتې شي
.په اسلام اباد کې د ملگرو ملتو د کډوالو د چارو اداره ( يو اين ايچ سي ار) هم وايي ډير زر به د پاکستان کابينه د افغان کډوالو پاتې کېدو په تړاو خپله پريکړه اعلان کړ
له دې نه وړاندې اسلام اباد کې دافغانستان سفير جانان موسى زي هم ويلي وه چې د پا کستان حکو مت ورسره ژمنه کړي ده چې د افغان کډوالو د پاتې کيدو موده به تر دوه نورو کلونو غزوي
.په دې لړ کې د اگست په مياشت کې د افغانستان ، پاکستان او د يو اين ايچ سي ار غونډې موافقه کړې وه، چې د ٢٠١٥ کال د د سمبر په ٣١ مه نېټه د ثبت شوو کډوالو د پاتې کېدو نېټې بشپړېدو وروسته به دوو نورو کالو پورې د هغوي د اسنادو نېټه غزول کېږي
افغان سفير جانان موسى زي، هيله ښودلې چې د پا کستان حکو مت به ډير ژر پدې لړ کې خپله پريکړه وکړي او باوري دى چي پريکړه به يې د شويو موافقو په رڼا کې وي
په پاکستان کې د اټکل تر مخه درې ميلونه افغان کډوال ژوند کوي چې نزدي يو اعشاريه ٥ ميلونه يې راجستر شوي دي ، که څه د هغه کډوالو په اړه چې نومونه يې پاکستان سره ثبت نه دي، څه نه دي ويل شوي
له بله خوا پاکستان دا هم وايي هر ورځ د ډيورنډ په کرښه د ٤٠ زور او ٥٠ زرو ترمننځ کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ تگ راتگ کوي .
د پاکستان د مشرانو جرگې کې د پوځي تجهيزاتو د چارو جرگگۍ مشر ، متقاعد جنرال عبدالقيوم، ويلي دي چې داکسان له ويزو پرته سفرکوي.
ده وويل چې افغانستان د پولې ساتلو لپاره يواځې ٦٠ پوستې جوړې کړې دي
حال دا چې پاکستان ٦٥٠ سرحدي پوستې لري
ده وويل چې د دريوو لويو لارو پرته داسې نورې گڼې لارې شته چې خلک يې د تگ راتگ لپاره کاروي
.ده وويل چې د پاکستان د پوځ لوى درستيز کابل ته خپل وروستي سفر کې د سرحدي چاروپه تنظيمولو هم خبرې کړې دي
ده وويل چې د ا پوله دومره ستونزمنه ده که د خلکو د تگ راتگ مخنيوي لپاره ان د اغزن تار پرېکړه هم وشي نو ځينو ځايونو کې به يې لگول اسان نه وي
..د يوې پوښتنې په ځواب کې ده وويل چې پاکستان د پولې د څارنې په لړ کې الوتکې هم کاروي، خو دوسايلو د کمي په وجه دا کار هم ستونزمن دى ،
بله دا چې پاکستان د هر راتلونکى تن مخنيوى نه شي کولى
.ده ادعا وکړه چې د پاکستان پولې سره د افغانستان په څو ولايتونو د کابل حکومت کنترول نلري، په ظاهره دده اشاره دې ته وه چې همدا وجه ده لوى شمېر کې خلک د هر ډول څارنې پرته په دې کرښه تگ راتگ کوي
افغان حکومت دې ادعا ته غبرگون نه دى ښودلى پاکستان وايي چې زرگونه کسان له ويزو پرته تگ راتگ کوي
.د پاکستان حکومت د ډيورنډ په کرښه د تگ راتگ کوونکو د شمېر په اړه دا نوې شمېرې په داسې وخت کې اعلان کړې دي ده چې د دسمبر په يو دېرشمه نېټه په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو نېټې بشپړېدو وروسته د پاکستان د ايالتونو او سرحدي چارو وزارت د بېلابېلو ايالتونو له چارواکو غوښتي چې ترڅو حکومت په دې لړ کې پرېکړه کوي بايد افغان کډوالو ته ستونزې پيدا نه کړي،