کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروال د اولي ناحيې د اوسېدونکو سره وکتل

کندهار ښاروال د اولي ناحيې د اوسېدونکو سره وکتل

کندهارښاروال انجنیر روښان ((ولسمل )) دښار دلومړي ناحې دمدیر ،وکیلانو،او ددنوي سړک اړوند دکورونو دمالکینو سره وکتل او دهغه سړک په اړوند یي ورسره مفصلي خبري وکړې کوم چي کندهار ښاروالۍ غواړي چي دلومړي ناحې اړوند دنوي سړک په امتداد يي نوي وغځوي او دښار دمخابراتو پرمخامخ یي داحمد شاهي جادې سره وصل کړي چي ښاروال په همدې موخه دیادي ساحې هغه خلګ راغوښتي وه کوم چي دسړک په مسیر کي یي ملکیتونه استملاک کیږي چي تر هراړخیز بحث وروسته مجلس پریکړه وکړه چي د ددوی دمنځ څخه دي یو پنځه کسه انتخاب سي دنماینده ګانو په شکل ترڅو دیاد سړک په مسیر کي دهغه کورونو دمالکینو سره بحث وکړي کوم چي ملکیت یي دسړک درغوني په پلان کي شامل دی او استملاک کیږي او اسناد یي په ښه توګه برسي کړي همدا راز کندهار ښاروال انجنیر روښان ((ولسمل )) دوی ته دمثال په توګه وویل چي ۷کاله مخکي چي دکندهار ښاروالۍ لخوا دښار دښکارپوردروازي په سیمه کي چي کوم دوکانونه تخریب سوي وه او استملاک یي نه وو ورکول سوی اوس یی خوشبختانه کندهار ښاروالۍ استملاک ورکړ
همدار رنګه کندهار ښاروال ددې نوی سړک د جوړیدو په برخه کي دښاریانو لپاره ښاري سهولتونه برابرول، دترافیکي ګڼه ګوڼي کنترولول،او دښار ښایسته کول هغه ګټي یادي کړي کوم چي ددې سړک په ایستلو کښي نغښتي وې