کور / راپور / د کندهار پوهنتون په اړه لنډ مستند فلم

د کندهار پوهنتون په اړه لنډ مستند فلم

د کندهار د پوهنتون بنسټ په ۱۳۶۹ لمریز کال کي د ډاکټر توريالي ویسا له خوا ايښودل سوئ دئ چي د ۱۹۹۰ زېږدیز کال سره سمون خوري. دغه پوهنتون د جنوب-لویدیځ زون په کچه د ټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو د څارني مرکز هم دئ.

د يادوني وړ ده چي په ۱۳۸۷ لمریز کال يې په هلمند کي لومړی څانګه د کرهڼي پوهنځۍ پرانستل. ورپسې يې په ۱۳۹۱ لمریز کال يې په روزګان ولایت کي دوهمه څانګه د ښووني او روزني د پوهنځۍ پرانستل.

د پوهنتون په اړه نور په زړي پوري معلومات د لراوبر په ځانګړي راپور کي وګورئ او واورئ. ويډيو په HD بڼه کي هم کتلائ سئ، پر کلیک کئ.
You can watch in HD, click on it.

د پوهنتون ويډيويي راپور په YouTube کي:

د پوهنتون ويډيويي راپور په فېس بوک کي:

 

د لرغوني کندهار د پوهنتون په اړه ځانګړی او تازه راپور!د کندهار د پوهنتون بنسټ په ۱۳۶۹ لمریز کال کي د ډاکټر توريالي ویسا…

Posted by Larawbar.Com on Saturday, 2 January 2016