کور / شعر / ترپ و تروپ دی ـ شعر د ناني زړګيانو له پاره

ترپ و تروپ دی ـ شعر د ناني زړګيانو له پاره

cat_fight_achakzai_poem

ترپ و تروپ دی کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی شړپ و شړوپ دی
خندکيان يې ټول حيران کړل
درب و دروب دی سرپ و سروپ دی
کړوپ بابا يې په غوسه کی
ټک و ټوک دی ټخ و ټوخ دی
زموږ نانی ورور يې راويښ کی
ټس و ټوس دی ډز و ډوز دی
موږکان ورته خوشال دي
درز و دروز دی خړس و خړوس دی
پر هډوکو يې سره جنګ دی
د پيشيانو ډب و ډوب دی
ګړب و ګړوب دی کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی سرپ و سروپ دی

.

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه، بون
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

د ماشومانو له پاره دغه او نور مطالب پر kochnai.com هم لوستلای سئ.

2 تبصرې

  1. ګرانه ! د خړپ وخړوپ اصطلاح ډېره خرابه اصطلاح ده ،ته پرې پوهېږې؟

  2. کاشکی بل عنوان دې ورته غوره کړی واي ؟