کور / هراړخیز / ځانګړي ځواکونه، ۷۷ میلیونه امریکايي ډالر، دغیرقانوني معاملوماهر، داعتراض په مقابل کښي بل اعتراض

ځانګړي ځواکونه، ۷۷ میلیونه امریکايي ډالر، دغیرقانوني معاملوماهر، داعتراض په مقابل کښي بل اعتراض

دژباړن څو یادوني:
یو، په ژباړه کښي دامکان ترحده له احتیاط څخه پوره کار اخیستل سوی دئ، شخصي نظریات هیڅ پکښي ځای پرځای سوی نه دي.
دوه، په ژباړه کښي دغه ډول []قوسونه له موضوع څخه دژباړن شخصي تعبیر دئ. دغه دوه قوسونه () بیا دیو لغات دښه واضح کولو له پاره استعمال سوي دي. د /علامه دیوه لغات ددوهمي عیني معنی دروښانه کولو او « » نحښه بیا دمستقیم نقل قول دپاره کارول سوي دي.
درې، دژباړي ځیني جملې په ورځنۍ پښتو کښي نه ویل کیږي خو بله لاره نه وه. که چیري مفهوم درته څرګند نه سو، نو کولای سئ دژباړي په اخیر کښي د لینک په کښېکښلو سره، واصلي انګلېسي لیکني ته هم ولاړ سئ.

د جان محمد مهربان ژباړه
Hikmatullah Shadmanلومړی ده[حکمت] دامریکايي قوماندانانو له پاره کارکاوه. وروسته ئې میلیونونه پیدا کړل. بیا دامریکا متحده ایالاتوحکومت دده پرپیسو بندیزولګوئ. اوس، دلومړي ځل له پاره، حکمت الله ښادمن په عام/ښکاره ډول خپله دفاع کوي.

دطالبانو دنظام ترسقوط وروسته، حکمت الله ښادمن په ۲۰۰۲ م کښي دامریکايي ځانګړو ځواکونو له ټېمونو سره کار پیل کړ.دښادمن پلار، چي معلم/ښوونکی وو، دطالبانو دنظام پر مهال له کندهار وتلی وو خو بیا راغلی او خپل مسلک ته ئې مخ کړ. ده له خپله زوی[ښادمن] څخه وغوښتل چي دځانګړوځواکونو سره چي په سیمه کښي کار کوي، کومک وکړي.
ښادمن دځانګړوځواکونو په اړه وویل: «زما پلار راته ویل چي دغه خلګ[امریکایان] دلته دکومک دپاره راغلي دي. دغه خلګ زموږ سره کومک کوي، نو راځئ چي ددوی سره کومک وکړو.»
ښادمن دکارګرپه توګه کار پیل کړمګر دیوه کال په جریان کښي ترجمان سو ځکه چي په انګلېسي ژبه ئې خبري کولای سوای.[ښادمن ددې حکومت په اوایلو کښي په افغان تعلیمي فاونډېشن کښي دانګلېسي ژبي استاد وو. ژباړن.]دافغانستان په جنوبي برخه کښي تر ډېرو نزدې ماموریتونو(میشنس) وروسته، دځانګړو ځواکونوځینوعسکرو له ښادمن څخه،چي دوي به ورته حک وایه،وغوښتل چي یو محفوظ/ارام کاروبار شروع کړي.ښادمن دحکمت ښادمن دلوجیستیکي خدماتو په نوم کمپنۍ پرانیستله (HSLSC) او قراردادونه ئې وګټل چي دځانګړوځواکونو ټېمونو ته لوجیستکي ملاتړ[خدمت] تهیه کړي، په همدې ډول ئې دځانګړوعلمیاتو دکاري ځواک چي دافغانستان په جنوب کښي ئې کار کاوه، باورحاصل کړ. دغه باور/اعتماد وو چي ده ئې په وسیله دیوې ګټوري خاصي منبع قرارداد ګټل په ترلاسه کړل چي د افغانستان په جنوب کښي دځانګړو ځواکونو شبکې ته سامان الات(سپلایز) اولوجیستکي خدمات وړاندي کړي.
دده خاص قرارداد اوعوایدو په افغانستان کښي دبیا رغوني دځانګړي پلټونکي جنرال ددفتر (تر دې ورسته سیګار) توجه ور واړول، چي دښادمن شتمني او خاص قرارداد ته ئې دفساد په وړاندي دسرو بیرغونو په ډول وکتل. دغه خبري دده[ښادمن] وکیل وکړې:
په ۲۰۱۲ م کال کښي، دسیګارپلټوونکودهوايي ځواک ددفتر/ریاست دخاصو پلټوونکو داجنټانو(وکیلانو) په شمول، دښادمن پر کمپاونډ[کور] باندي چاپه ووهله او هغه ئې ګرفتارکړ. وروسته، دامریکا حکومت له ښادمن څخه تر ۷۷ میلیونه زیات ډالر په دې تور ظبط کړل چي امریکا ته ئې تر ۷۷ میلیونو زیاتو ډالرو دوکه او امریکايي قومندانانو ته درشوت په ورکولو سره،دامریکا پرپوځ باندي دخدماتودوړاندي کولو لوړ نرخونه لګولي دي.
دا لومړی واردئ چي ښادمن دده د قضیې په اړه په عام ډول خبري کړي دي. ده وویل چي دی په غلط ډول متهم سوی دئ چي دامریکا حکومت ته ئې دوکه ورکړې ده. دځانګړوځواکونو سره دکومک کولو پراساس، ده خپل ځان او دخپلي کورنۍ ژوند په خطر کښي اچولی دئ ځکه چي طالبانو[ددولت مخالف وسله والو ځواکونو]هرڅوک ټارګیټ کړی دئ حتی هغه کسان چي دامریکا دفوځ سره ورباندي دهمکارۍ کولو شک سته، په خاصه توګه ترجمانان.
ښادمن دچهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کښي وویل:« زه له ځانګړوځواکونو سره کوچنی را لوی سوم، ما دوی خپله کورنۍ بللې وه. امریکا وايي چي ما خپلي کورنۍ ته دوکه ورکړې ده.»
په داسي حال کښي چي دده شهرت پیکه سوی دئ، ښادمن دغه کار تر پلان سوي وخت ځنډوي.ده تر یو لک زیات ډالرمصرف کړي چي دلګول سوي تورپه وړاندي مبارزه وکړي.دی دوه واري دغیرقانوني کارونوله تور څخه تصفیه/ پاک وتلی دئ، لومړی په یوه فوځي محکمه کښي او بیا په افغاني محکمو کښي. اوس چي دی په کابل کښي ژوند کوي، ښادمن تراوسه منتظر دئ چي دسیګار له خوا تصفیه سي چی [سیګار] تراوسه پوري دخپل لګول سوی تور/تهمت دحمایې له پاره کوم شواهد په محکمه کښي نه دي وړاندي کړي اوحکومت بیا پوښتنه ځني کوي چي قضیه درېيم ځل ته پرېږدي چي [دوی وکولای سي] درېیم ځل پلټنو ته ادامه ورکړي.
په دې کښي کوم شک نه سته چي ښادمن دي دیوګټورکاروبار دشروع کولواو ځانګړوځواکونو ته دخدماتو دوړاندي کولوله پاره له خپلو تماسونو څخه ګټه اخیتسې نه وي. مګر دده ملاتړکوونکي وايي چي دښادمن کاروباري لاري چاري په ډانګ پیلي وې.او اوس، ښادمن دځانګړو ځواکونودځینوعسکرانو څخه کومک پلټي، له هغه چا څخه چي دجنګ ځپلي هیواد په کلیو کښي ئې بییخي ډېرځله پر ده باندي تکیه کړې وه.
دښادمن امریکايي وکیل بریانت بېنیس[تر دې وروسته بېنیس] وویل: « ټول شواهد چي موږ لرو، ښئي چي داقضیه غلطه ده. حکومت ددغي قضیې دحقایقو پر بنا دراڅېړولو له پاره دهرفرصت مخنیوی کړی دئ.»
بېنیس ویل چي دیوې ساده ادعا/تورپه وسیله دښادمن پر شتمنۍ بندیز لګول دا معنی چي سیګار له مناسبي پروسې څخه سرغړونه کوي. دکلنو دپاره شواهدو ته دلاسرسي په وړاندي ښادمن ته خنډونه جوړول او بیا قضیه په وار- وارځنډول، په دې معنی ده چي دوی[حکومت] په دې امید قضیې ته ادامه ورکوي چي بشپړه شواهد پیدا کړي.
دعامه چارو سرپرست الیکس برونسټین مافلي وویل:«څرنګه چي دا دوامداره مسئله ده، متاسفانه موږ ورباندي تبصره نه سو کولای.»
کانګریس، سیګار ددې له پاره جوړه/تاسیس کړه چي په افغانستان کښي بېله غلطیودمرستي اوبیا رغووني پروژې وړاندي[عملي] کړي. دسیګار په قول، دامریکا متحده ایالاتو دمنځنۍ اسیا دولسونودجوړولو دپاره تقریباً ۱۲۰ بیلیونه ډالر مصرف کړي دي.
وکانګریس ته دسیګارد۲۰۱۴ کال داکتوبر ددرې میاشتني( کوارټر) راپور سره سم، [دغي] مؤسسې دخپلو تحقیقاتو پراساس تقریباً ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالرژغورلي دي.
سیګاردضایع سوي مالیاتي پيسو[شاید لیکوال دهغه مالیاتي پيسو یادونه کوي چي دامریکاي ولس څخه دمالیاتوپه ډول راټولیږي.ژباړن]، دلویوانشکافي ناکامیو،ددوکې اوفساد دډېرو قضیو په رابربنډولو/سپړولو کښي ډېره تعرضي ده. دمثال په توګه،[ددوی] تحقیقاتودافغان ګرځنده هوايي ځواک دعرادو په پروګرام کښي ۶۶۱،۳ میلیونه امریکايي ډالر بربنډ کړل چي پرزې او روزني ئې کمبود ولې. د افغان هوايي ځواک دپاره د۴۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ ترانسپورټي طیارو خریداري چي هیڅکله ورڅخه کار اخیستل سوی نه وو اوبالااخره دډالرو دترلاسه کولو دپاره ټوټه-ټوټه سوي وې او همداسي تر ۴۶۰۰۰۰ زیات دافغان ملي اردو ورک توپکان. و ګانګریس ته دسیګار په ورستي/تازه راپور کښي ویل سوي دي چي سیګار۴۴ افراد او ۱۳ کمپنیاني ددوکې او کمزوري قراردادي اجرا/کړني په وجه ځنډولي دي چي په نتیجه کښي ئې ۳۹۸ میلیونه امریکايي ډالرژغورلي دي.
دښادمن قضیه د ټُایفور ګلوبل لایف سَپورټ سرویسیس و مامورینوته پر اظهار/ادعا سوي رشوت باندي متمرکزه ده، دغه کمپنۍ یوه هنګرايي کمپنۍ ده چي په کندهارهوايي ډګرکښي ئې و ائتلافي ځواکونو ته لوجیستیکي خدمات وړاندي کول. دهغه شکایت سره سم چي په ۲۰۱۲ کښي دامریکا ډیسټریکټ کورټ دکلومبیا دډیسټریکټ سره ثبت سوی دئ، حکومت استدلال کوي چي ښادمن ددغي یادي کمپنۍ مامورینو ته دترانسپورټي قراردادونودګټلو دپاره رشوت ورکړی دئ.
براین مایرز،دځانګړوځواکونوډلګۍ مشرچي دښادمن سره ئې په افغانستان کښي کار کړی دئ، وویل، دسیګارتور،جمع دتیلودغلانوي تورونه، دفوځ په وسیله په ۲۰۱۱ کښي وڅېړل سول او ښادمن تصفیه/پاک ووتئ.
مایرز په خپلو خبرو کښي وویل: « دغه مسایل پر خپل وخت په پوره توګه وڅېړل سول، حک له ګنا څخه پاک سو، مرتکبین مشخص سول، او مناسب سمدستي اقدام اجرا سو.»
دا نامعلومه ده چي مرتکبین څوک ول او کوم اقدام وسو. دمایرز له وینا سره سم، دتحقیقي ګروېږونو نتایج لست او داسي طبقه بندي سوه: »دځانګړوعملیاتو کمانډ او دنړۍ والوامنیتي مرستي راپورونه«.
مایرز په خپلو خبرو کښي وویل چي ځیني مسئلي به شاید له هغه چا څخه سرچینه اخلي چي ادعا ئې کوله چي ښادمن دئ. مایرز او دځانګړو ځواکونو عسکرو دجعلي حک تصویرددې له پاره رامنځ ته کړ چي ځان ډاډمن کړي چي پلټوونکي او نور[کسان] دورته کس په اړه خبري کوي.
مایرز په خپلو خبروکښي وویل: « هرشي ته چي موږ کتل، سم ول، هرڅه! داکاردپولیګراف په شمول وو چي ما ازمایښت اخیستوونکی مؤظف کړی وو چي دامریکا دځانګړو ځواکونو سره دده… کار اړوند په ځانګړې توګه دمالي، غلا او دوکې ورکولو سوالونه وکړي.
مایک وډال، دځانګړوځواکونو جګړن، له اګسټ ۲۰۱۰ څخه بیا تر اپریل ۲۰۱۱ پوري په جنوب کښي دامریکايي فوځ دځانګړوعلمیاتو دکاري قوې دلوجیستک څانګه اداره/نظارت کوله. دده داکتوبردلوړي کولو له بیانیې[مراسمو] سره سم، دښادمن دیوازنۍ منبع دقرارداد په تایدولو کښي کومک کړی دئ.
دوډال له قوله، هغه وخت چي به ځانکړي ځواکونو افغان کلیو ته ورتلل چي مخکي ائتلافي ځواکونو لا اشغال کړي نه ول، دې فرقوبه نظامي اډې په ډېر تکلیف سره جوړولې او دښادمن لارۍ موټرانو کولای سوای چي دغوکلیو ته سامان الات پر وخت ور ورسوي.
وډال وویل چي موږ ځکه دحمکت ښادمن لوجسیتیکي خدماتو کمپنۍ سره دیوزانی منبع په توګه قراردادونه کول چي یو خاص اندازه باوراو متکیتوب ته ضرورت وو چي هغه یوازي ښاغلي ښادمن وړاندي کولای سوای.
مخکي تردې چي تحقیقات پیل سي، ښادمن دویزا له پاره درخواست کړی وو وروسته تر دې چي طالبانو[نامعلومو کسانو] دوه واره کوښښ کړی وو چي دچاودېدونکو توکو په وسیله[دی] له منځه یوسي. دځانګړوځواکونو پنځوعسکرودده په اړه ځلېدونکي سپارښت لیکونه/مکتوبونه لیکلي ول. ټولودغو مکتوبونو دده صداقت پرغاړه اخیستی وو. مګر دځانګړو ځواکونو دکاري قوې دغه ملاتړ[بیا هم] دسیګار دپلټونکو له خوا دښادمن پر کمپاونډ دچاپې او دده دګرفتارۍ مخ ونه نیوئ. ښادمن د ۷۷ ورځو له پاره تر هغه مهاله په توقیف کښي وو چي دامریکا دیوې فوځي محکمې له خوا په ۲۰۱۲ کښي تصفیه سو خو بیا هم سیګارد قضیې تعقیبولو ته ادامه پسي ورکړه. د ۲۰۱۲ کال دنومبر په میاشته کښي یو امریکايي قاضي په افغانستان کښي دښادمن پربانکي حسابونو تر ۷۰ میلیونوزیاتو ډالرو دبندیز لګولوامرصادرکړ.
دامرتر رسېدولو وروسته، افغان حکومت دښادمن دوه بانکي حسابونه د ۲۰۱۳ کال په جنوري کښي بند کړل. افغانانو[افغان حکومت] دښادمن پرحسابونه باندي څو میاشتي وروسته بیرته بندیز ایسته کړ ځکه چي کوم غلط کار ئې پکښي پیدا نه کړ. دغه امر چلوونه دافغاني محکمو په نهايي پرېکړو کښي تائید سوه چي په ۲۰۱۳ کښي دستري محکمې له خوا هم ومنله سوه.
دبېنیس په وینا، ښادمن په ۲۰۱۳ کښي میلیونونه له افغانستان څخه دباندي انتقال کړل چي جایداد رانیسي چي په ډبۍ کښي کاروبارپه شروع کړي.
دغو[دپیسو] انتقالاتو سیګار وهڅوئ چي یو بدل/رغوول سوی شکایت ئې د ۲۰۱۳ دمې په میاشت کښي دوسیې ته واچوي چي دنیویارک په اتو(۸) بانکونو کښي د[ښادمن] بودیجه کنګل کړي. دپټریوټ اکټ دعدلیې وازرت ته اجازه ورکوي چي دامریکا په بانکي حسابونو کښي دخارجي بانکونو دارايي/شتمني کنګل کړي.د بېنیس په وینا، سیګار وتوانېدئ چي ۵۳ میلیونه امریکايي ډالر ترلاسه کړي.
دافغانستان دبیا رغووني له پاره ځانګړي پلوټوونکي وویل«موږ هوډمن یو چي له ټولو ممکنو لارو څخه کارواخلو چي دمالیاتوغلا سوي پیسي بیرته ترلاسه کړو.» جان ایف سپوکو پروسږکال په خپله یوه وینا کښي وویل«زه په خپلو اجنټانو(وکیلانو)وياړم چي ددغي ستري بریا دپاره ئې دعدلیې وزارت سره کار وکړ. دامجرمین هلته خوږوي چیري چي خوږیږي. سیګار به پر هیڅ شي بس ونه کړي ترڅوچي تعقیب کړي ددغو پیسو لړۍ چيري رسیږي.
پر پيسو بندیز لګوووني لومړني وختونه ول چي دسیګار پلټوونکو په یوه افغان بانک کښي بندیز ورباندي ولګوئ. بېنیس وویل چي دغه لومړنی دلیل دئ چي سیګار اراده نه لري چي دښادمن قضیه پای ته ورسیږي. دوی چي واقعاً څه کوي، هغه دادئ چي خپل موجودیت عادلانه کړي. بېنیس وویل چي که چیري دوی دښامن قضیه وبایلي، دابه څرګنده کړي چي دوی اغیزناک نه دي.
دښادمن دپاره، دا د انتظار لوبه ده. دی[ښادمن] تراوسه دقضيې په ځنډېدو نه پوهیږي او فقط خپله ورځ په محکمه کښي غواړي چي خپل معصومیت ثبوت کړي. دقضیې سره- سره، دی اوس هم ځانګړي ځواکونه او هغه چي دوی[ځانګړي ځواکونو] دده دوطن دپاره کړي دي،حمایه کوي. دي هیڅ پښېماني نه کوي. ده وویل«ځانګړو ځواکونو زما دوطن سره کومک وکړ. زه پوهیږم هغه څه چي زه دخپل هیواد دپاره غواړم، دوی هغه کوي.»
دانګلېسي متن لووستلو له پاره دلته کلیک وکړئ.

تبصرې پرانیستي‌

  1. If some one make 77 million dollars in United States that person pay 30 millions to federal Government and another 9 to 10 millions to local and city taxes. My question from Mr. Shadman is: you made 77 million dollars in Afghanistan, How much money in taxes have you paid to the government of Afghanistan