کور / د ماشومانو نړۍ / کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه پېل سوه

کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه پېل سوه

kochnai_dot_com

ماشومان د هرې ټولني او ملت راتلونکی او مستقبل وي. هر ملت او قوم چي د ماشومانو په روزنه کي ځان ستړی کوي، هغه د خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو له پاره د هوسايي بنياد ايږدي. د ماشومانو په روزنه او تربيه کي د هغوی مورنۍ ژبه ډېر اهميت لري او د پيداګوژۍ کارپوهان پر دې خبره سره هم نظره دي چي و ماشومانو ته د هغوی د مورنۍ ژبي ورښودنه په هغوی کي د نوو ژبو د زدکړو قابليت او وړتيا لا زياتوي او پراخوي يې. د همدغه مقصد له پاره د کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه په امتحاني توګه پېلوم او هيله ده چي د پښتو ژبو ماشومانو او مېندو او پلرونو سره يوه مرسته او کومک ثابته سي. په دغه پاڼه کي اوس ښايي بعضي تخنیکي او نوري ستونزي وجود ولري، خو انشالله د وخت په تېرېدو سره به يې ستاسو سره په ګډه ليري کړم.

د ټولو دوستانو څخه هيله کوم چي راسره خپل رغنده نظرونه شريک کړي چي دغه پروژه ګټوره او کاميابه سي. د رغنده نظر څخه مي مقصد دا هم دی چي دوستان د امکان تر حد پوري راته داسي وړانديزونه وکړي چي د دغو وړانديزونو په عملي کولو کي پخپله هم برخه اخيستلو ته تيار وي. ستاسو ټولو څخه هيله کوم چي که تاسو پخپله د ماشومانو له پاره ادبي توکي ليکلي وي او يا مو په کوم کتاب کي لوستلي يا له چا اورېدلي وي، نو هيله ده چي زما سره يې شريک کړئ چي پر دغه پاڼه يې آنلاين کړو. دغه پروژه يوازي په هغه صورت کي بريالۍ کېدلای سي چي پکښي تر يو کس څخه د زياتو کسانو زيار، افکار او نظرونه دخيل وي.
په پام کي لرم چي پر دغه پاڼه داسي مواد خپاره کړم چي د ماشومانو د عمر سره تړلي وي. يعني دا چي تر څلورو کالو پوري عمر لرونکي ماشومان جلا مواد ولري او د ۴ او ۶ کالو تر منځ ماشومان نور… خو پر دغه موضوع بايد د کارپوهانو او ليکوالانو سره مشورې وسي چي کوم تقسيم به زيات منطقي وي.
د دغې پاڼي مقصد يوازي د ماشومانو مصروفول نه دي بلکه په دغه پاڼه کي بايد داسي مواد خپاره سي چي د ساعت تېري تر څنګ پکښي د زدکړي او ښووني عنصرونه هم شامله وي. که نکل او کيسه وي او که منظمومه مواد وي بايد چي يو روزنيز او ښوونيز مقصد ولري. په دې ترڅ کي د سيمي کلتوري او ديني مواد چي د ماشومانو له پاره د پوهاوي وړ وي، چمتو کول به يې د تګلاري برخه وي.

دغه پروژه په پام کي نه لري چي له حکومتي يا غير حکومتي منابعو او يا هم اشخاصو څخه مالي مرستي تر لاسه کړي. د دغې پروژې مقصد صرف د افغان ماشومانو په روزنه کي يو کومک وړاندي کول دي. په دې ترڅ کي د ليکوالانو، شاعرانو، د پيداګوژۍ د پوهانو او استادانو عملي مرستي ته په هيله يم.

د دغې پروژې د پېلولو يو دليل دا هم ؤ چي د افغانستان څخه دباندي مېشت زيات افغان ماشومان په خپلو مورنيو ژبو اړينو ادبي توکو ته لاس رسی نه لري. دغه کمښت او يا حتی نشته والی د دې سبب ګرځېدلای سي چي د دغو کوچنيانو اړيکي له خپلې ژبي، کتلور او هيواد سره وشليږي. هيله ده چي د دغې پروژې په ترڅ کي دغه ماشومان له وړوکوالي څخه لا د خپلي ژبي، کلتور او پلرني ټاټوبي سره اړيکي او مينه پيدا کړي.

ستاسو د وړانديزونو، نکلونو، اشعارو او د ماشومانو له پاره د نورو ادبي توکو د رالېږلو په انتظار ستاسو ورور
احمدولي اڅکزی
د کوچنی ټکی کام مسؤل چلونکی
د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۹مه نېټه