کور / تازه خبرونه / د اسلام اباد غونډې پرېکړه کړې چې طالبان به خبرو ته کېنوي”

د اسلام اباد غونډې پرېکړه کړې چې طالبان به خبرو ته کېنوي”

کابل: دبي بي سي دخبر له مخې د افغان سولې د خبرو پلاوی چې تازه تاز له اسلام اباده کابل ته ستون شوی، وايي د خبرو ټولو ښکېلو غاړو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په جوړجاړي ټینګار وکړ.د افغان پلاوي مشر حکمت خلیل کرزي وویل ټولو غاړو پرېکړه وکړه چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته کېنوي.ښاغلي کرزي وویل کوم شمېر طالبان چې خبرو ته نه کیني، د ځپلو لپاره به یې له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.د اسلام اباد د غونډې بنسټیز ټکي دا وو، چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره یوه لار او نقشه جوړه کړي.په پام کې ده چې دا نقشه د افغان، پاکستاني، امریکايي او چینايي چارواکو په بله غونډه کې چې په کابل کې کېدونکې ده، پلې بڼه غوره کړي.د افغان پلاوي مشر حکمت خلیل کرزي په کابل کې خبریالانو ته وویل راتلونکې دوه میاشتې افغان حکومت ته ښه فرصت دی، چې د سولې د خبرو په برخه کې پرمختګ وکړي.ښاغلي کرزي وویل په پام کې ده چې د سولې د خبرو لار نقشه راتلونکې اوونۍ بشپړه شي چې پر بنسټ به یې د خبرو د بېلو اړخونو دندې او مسولیتونه وټاکل شي.د خپلو خبرو په ترڅ کې حکمت کرزي وويل، “د کاري چوکاټ پر اساس به راتلونکې ناستې تنظیم شي. راتلونکې ناسته به د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب کابل کې د جنورۍ پر ۱۸مه جوړه شي.”نوموړی زياتوي “د دې جلسې اساسي هدف به دا وي چې موږ پر دې نقشې چې بحث مو پرې کړی او افغانستان د سولې لپاره ترتیب کړې او له پاکستان، چین او امریکا سره شریکه شوې، پر هغې به بحث کېږي.”ښاغلی کرزی وايي، چې د سولې له خبرو سره به په ټول افغانستان کې پوځي عملیات هم روان وي او هغه طالبان چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي، د افغانستان، پاکستان او امریکا له خوا به ځپل کیږي.پرون داسې رپوټونه هم خپاره شوې وو، چې د اسلام اباد په ناست کې د سولې د بهير په اړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلافات موجود وو، خو حکمت کرزي دغه رپوټونه بې بنسټه وبلل.ښاغلي کرزي وویل کوم شمېر طالبان چې خبرو ته نه کیني، د ځپلو لپاره به یې له ټولو شته امکاناتو کار واخلي په دې اړه نوموړی زياتوي “تاسو به د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه لیدلې وي، چې څلورو منلې او په هغې کې ډېرې مثبتې خبرې دي. انشاء الله راتلونکې اوونۍ کې به پر هغه مسایلو هم کار وکړو، اما د نقشې په باره کې کوم اختلاف نه و، نه د لایحې د کار په باره کې، اما پلان همداسې و چې بله هفته کې به بحث پرې کوو.”تر دې وړاندې، د مخکینی ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په افغانستان د سولې د خبرو پیل او څرنګوالي په اړه هڅې شوې، د پام وړ پایلې یې نه لرلې. د افغانستان لویه برخه سیاستوال پر پاکستان تور پورې کوي چې اسلام اباد د افغانستان د سولې په بهیر دوه مخی رول لوبوي خو پاکستان یې نه مني.خو د سولې اوسنۍ خبرې له پخوانیو هغو سره څه تو پیر لري؟په دې اړه د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپی وايي “دلته د ډېرو قوي هېوادونو تضمین شته چې هغه چین او امریکا ده. دا هېوادونه له پاکستان سره ډېر نژدې دوستان دي او پیاوړي هېوادونه هم دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ویټو حق لري.”ښاغلی ساپی زياتوي “که د دوی په مخ کې که څه پرېکړه کېږي، پاکستان له هغې عدول نه شي کولی او خپل دوه مخی سیاست نه شي چلولی، ځکه چې هغوی هم پرې پوهېږي.”د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې د تیر کال په جولای کې اسلام اباد ته نژدې په مري کې وشوي خو د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد د مړینې د خبر افشا کېدو وروسته دغه خبرې وځنډول شوې.