کور / تازه خبرونه / په جلال اباد کې د پاکستان کونسلگرۍ ته څيرمه بريد شوى

په جلال اباد کې د پاکستان کونسلگرۍ ته څيرمه بريد شوى

جلال اباد: دپژواک او بي سي دخبر له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله څلور پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پوليسو په ګډون ١١ تنه نور ټپيان دي.په جلال اباد ښار کې نن سهار شاوخوا ٩ بجې د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه په عمومي سړک د پوليسو پر رينجر موټر ځانمرګی بريد وشو.په ننګرهار کې يوې حکومتي سرچينې وويل چې د دغه بريد له امله څلور پوليس او يو ملکي وګړی وژل شوي دي.هغه وايي چې په دې پېښه کې دری پوليس، د پاکستان د کونسلګرۍ یو افغان کارکوونکی، يوه ښځه او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.خو د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې په دغه بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.د پېښې يوه عيني شاهد فضل الهي وويل: ((دلته د پاکستان کونسلګرۍ ته نږدې يو رينجر موټر ولاړ و، يو کس راغی له پوليس نه يې ټوپک کش کړ او بيا يې ځانمرګی بريد وکړ.))ده وويل چې دوه جسدونه يې پر خپلو سترګو وليدل او يو شمېر نور کسان هم ټپيان شوي دي.هغه وايي چې ځانمرګي دوه تنه وو، يو يې د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه پټ شوی او اوس هم (لس بجې) له امنيتي ځواکونو سره پر جګړه بوخت دى.دغه راز د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې وسله والو مخالفينو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرې ته څېرمه د پوليسو پر يو رينجر موټر ځانمرګی بريد کړی دی.په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.د اعلاميي په حواله: ((له دې پېښې وروسته دوه ترهګر د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه په يو خالي مېلمستون کې پټ شوي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.))سرچينه زياتوي چې د يادو کسانو د له منځه وړو په موخه د امنيتي ځواکونو پياوړي عمليات روان دي.د دغه بريد مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی ا خیستی.بي بي سي په خپل راپور کې وايي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي په جلال اباد ښار کې د یوه ځانمرګي برید پخلی کوی د ننګرهار ولایت ویاند عطاو الله خو یاڼي وویل، ځانمرګي بریدکوونکي د پولیسو یو موټر په نښه کړی چې په پایله کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوې دي. هغه د یو شمېر نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم وکړه خو کره شمېره یې وړاندې نه کړه.د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برید د جلال اباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې د پولیسو پر رېنجر تر برید وروسته دوه بریدګر د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه یوه مېلمستون ته ننوتي دي.پولیسو سیمه محاصره کړې او د بریدګرو د وژلو لپاره یې عملیات پیل کړې دي. په سیمه کې عیني شاهدان وایي، لا هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي چې د برید پنځه مړي روغتون ته وروړل شوي دي چې دوه تنه یې پولیس او درې ملکي وګړي دي.د روغتون چارواکي د نهو نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم کوي.