کور / تازه خبرونه / پاکستان د افغان کډوالو د پېژندپاڼو موده شپږ مياشتې غځولې

پاکستان د افغان کډوالو د پېژندپاڼو موده شپږ مياشتې غځولې

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو وياندې دنيا اسلم خان ويلي، پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د پېژندپاڼو موده تر شپږو مياشتو غځولې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د کارټونو موده د ډسمبر په يو دېرشمه پای ته رسېدلې وه
.تېره مياشت د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار مشرانو جرګې ته په خپله وينا کې ويلي وو، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده به نوره هم اوږده کړل شي
.نوموړي ويلي وو، پاکستان نشي کولی چې ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، نو ځکه له پاکستان سره د کارټونو يا پېژندپانو د مودې غځولو پرته بله کوم لار نشته.
په اسلام اباد کې، د ملګرو ملتونو وياندې دنيااسلم خان، ويلي چې، پاکستان په غير رسمي توګه د افغان کډوالو د کارټونو موده تر شپږو مياشتو غځولې
ويانده زياتوي دا په دې لړ کې رسمي فيصله نه ده، د نوموړې په وينا رسمي پرېکړه به د کابينې په غونډه کې کېږې.
نوموړې وويل، د کارټونو د مودې غځولو پرېکړه ځکه شوې چې د پوليسو له خوا د کډوالو د ځورولو مخه ونيول شي.
په پاکستان کې د کډوالو د دفتر له خوا هم ټولو اړونده ادارو ته ليک لېږل شوی، چې د افغان کډوالو سره ناسم چلند ونشي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شرېف هم د افغان کډوالو دپېژندپاڼو د مودې غځولو هوډ څرګند کړی.
نوموړي له افغان چارواکو سره د ليدنې پر مهال د کډوالو د مودې غځولو خبره کړې وه
.د ملګرو ملتونو د يوه بل چارواکي قيصر اپريدي له خولې، پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې کارټونو نه لرې د پېژندپاڼو د ورکولو پلان لري