کور / تازه خبرونه / عبدالجبار نعیمي:ولسوالان د خلکو ستونزې حل نه کړي مجازات به شي

عبدالجبار نعیمي:ولسوالان د خلکو ستونزې حل نه کړي مجازات به شي

دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یاد ولایت له ولسوالانو سره په هغه ناسته کې وکړې چې د ولسي ستونزو د څیړلو او حل په موخه ترسره شوه.
لغمان والي په دغه ناسته کې وویل چې ولسوالان د خلکو ستونزو او غوښتنو ته په خپل وخت رسیده ګي نه کوي همدا لامل دی چې د ولسوالیو د خلکو عادي ستونزو ته هم ولایت مقام رسیده ګي کوي چې له یوې خوا يې د ولسوالیو پر ادارو د خلکو باور کم کړی او بل لوري ته یې د ولایت مقام د لوړو او اصلي دندو پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي دي.

image
لغمان والي په دغه ناسته کې څرګنده کړه چې هره ورځ د ولسوالیو په سلګونو کسان ولایت مقام ته مراجعه کوي او هغه عرایض وړاندې کوي چې ورته رسیدګي د ولسوالیو د ملکي،امنیتي،عدلي او قضايي ادارو صلاحیت ګڼل کیږي، د نوموړي په خبره همدغه ټولنیزو ستونزو او ورته عدم رسیده ګۍ د لغمان امنیت او پرمختګ ته زیان رسولی دی. دا خبره یې هم په ډاګه کړ چې ۸۰ سلنه ناحقه دعوو ولایت مقام مصروف کړی دی
لغمان والي زیاته کړه چې ولایت مقام د امنیت-حکومتوالۍ او انکشاف په برخو کې د مهمو پلانونو د تطبیق او چارو د مدیریت او رهبریت مسوولیت لري که چیرې د ولسوالیو د ادارو د مسوولینو چارې هم ترسره کړي نو وخت به ضایع او لویو هدفونو ته به رسیدنه ناشونې وي.
لغمان والي په دغه ناسته کې دا هم وویل چې د مرکز او ولسوالیو په کچه ټولې ادارې ځانګړې کاري ساحې ،مسوولیتونه او صلاحیتونه لري او که بیا هم د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسیده ګي نه کوي نو دغه کړنه له قانون څخه فرار ګڼل کیږي عاملین به یې مجازات شي.
عبدالجبارنعیمي په ادارو کې د سلسله مراتبو رعایت یو مهم اصل یاد کړ او د ولسوالیو ټولې ملکې،امنیتي،عدلي او قضايي ادارې یې د ولس په وړاندې مسوولې یادې کړې ټولو ولسوالانوته یې جدي هدایت وکړ چې له دې وروسته هغه موضوعات چې د ولسوالیو د ادارو د صلاحیتونو په دایره کې واقع وي ولایت مقام ته راجع نه کړي .په دغه ناسته کې ولسوالانو ته لارښوونه وشوه چې د خلکو ټولو حقوقي او جزايي دعوو ته په ولسوالیو کې د حل لارې پیدا کړې.
لغمان والي له ولسونو وغوښتل چې لومړی خپلې ستونزې له ولسوالیو او نورو اړونده ادارو سره شریکې کړي ترڅو ورته په ټاکل وخت او اساسي توګه رسیده ګي وشي.
لغمان والي دا خبرداری هم ورکړ که چیرې هر ولسوال د خلکو د ستونزو په هواري کې غفلت وکړي او ورته رسیده ګي ونه کړي له قانوني مجازاتو سره به مخ شي همداشان د ولسوالیو امنیتي،کشفي،عدلي او قضايي ادارې یې د امنیت،جرایمو د مخنیوي،جنایي پښو ته د اساسي رسیده ګۍ،عامه نظم ساتنې ، قانون د تنفیذ او عدالت د تامین پر چارو ملکفې وبللې.
ولسوالانو په دغه ناسته کې تعهد وکړ چې له دې وروسته به خپلې چارې منظمې او په خپل وخت به د ولسونو ستونزو ته رسیدګي وکړي او بیا به یې په اړه ولایت مقام ته ګزارش وړاندې کړي.