کور / تازه خبرونه / پکتیکا: په ۲۲۰۰ بزګرو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول

پکتیکا: په ۲۲۰۰ بزګرو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول

په دې مناسبت نن د پکتیکا ولایت په کرني ریاست کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق ،امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد،د مرکز ښرني او ولسوالیو بزګرو په کې برخه لرله.
والي امین الله شارق وویل پکتیکا یو کرنیز ولایت ده چې ډيری خلک یې په کرکیله بوخت دي .ښاغلی شارق د پکتیکا ولایت له ټولو بزګرو څخه مننه وکړه چې پخپلو ځمکو یې نشه یې توکي نه دي کرلي، د پکتیکا والي په بزګرو د اصلاح شوي تخمونو د ویشلو پرمهال وویل د مرکز ښرني او اتو ولسوالیو د ۲۲۰۰ بزګرو لپاره اصلاح شوي تخمونو رارسیدلي چې ټولو ته به ورسیږي.
دغه راز د کرني ریاست مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې بزګران ورزوئ تر څو له خپلو ځمکو څخه ښه حاصلات لاسته راوړي.
بزګرو هم د ولایتي اداري دغه اقدام وستایه او دداسې نورو ورته مرستو غوښتنه یې وکړه.