کور / تازه خبرونه / خوست باید د هېواد په یوه مهمه اقتصادي دروازه بدل شي

خوست باید د هېواد په یوه مهمه اقتصادي دروازه بدل شي

دغه ټکی خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي ددې ولایت په اداري غونډه کې د خپلې وینا پرمهال په ډاګه کړ.
ده وویل خوست د اقتصادي پرمختګ لپاره ګڼې منابع لري ،په کار ده چې د همدې منابعو او فرصتونو څخه داسې اغېزمنه ګټه پورته شي چې دا ولایت د خپل جغرافیایي،ستراتیژيک،جیوپولیټيک او ترانزیتي موقعیت په اساس د افغانستان لپاره د یوې مهمې اقتصادې دروازې په توګه د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږي .
دغه غونډه چې دنوموړي په مشرۍ جوړه شوي وه په کې د ټولو ملکي ادارو د ریسانو ترڅنګ د ولایتي شورا ریس ،د امنیتي،کشفي،عدلي اوقضایي ارګانونو مسوولینو هم ګډون کړی وو.
اداري ناستې ته په پیل کې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي پلازمېنې کابل ته دهغه رسمي سفر او ملاقاتونو په تړاو تفصیلي راپور وړاندې کړ چې څه موده وړاندې یې د ولسمشر په هدایت د کابینې او ملي امنیت شورا په غونډو کې د ګډون لپاره کړی وو.
ده وویل د کابینې او امنیت شورا په غونډو او ځانګړو ملاقاتونو کې یې دخوست ولایت لپاره د ښې حکومتوالۍ د پیاوړتیا ،د اقتصادي او انکشافي فعالیتونو په پراختیا ، د اجتماعي عدالت د تامین ،د دولت او ولس ترمنځ د اړیکو د ټينګښت او په ځانګړي ډول په خوست ولایت کې یې د ځينو بنسټيزو پروژو لکه برېښنا،د اوبو د ذخیروي بندونو،سړکونو،ملکي نړیوال هوایي ډګر او په ورته توګه د یو شمېر نورومهمو ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې اساسي وړاندیزونه کړي دي .
ده هیله وښوده چې د مرکزي حکومت اړونده وزارتونه به په یادو برخو کې دخوست ولایتي ادارې سره لازمه همکاري وکړي .
خوست والي د غونډې برخوالو ته وویل چې ولایتي اداره به په ټول توان سره هڅه کوي چې پدې ولایت کې متوازن پرمختګ او ټولنیز عدالت ته کار وکړي ترڅو ددې ولایت هرقوم د لازم پرمختګ څخه برخمن شي .
وروسته د اجنډا سره سم د علیشېرو او صبریو ولسوالیو د دواړو ښاروالیو لپاره د ۱۳۹۵ لمریز کال تشکیل او بودجه د رایو په اکثریت سره په تصویب ورسېده .دښاروالیو مسوولینو ته لارښونه وشوه چې د خپلې بودجې او تشکیل څخه دیادې ولسوالیو په ښارګوټو کې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو پخاطر پرځای ګټه واخلي .