کور / راپور / ودان افغانستان ګوند په ګردېز کې کتابتون پرانيست

ودان افغانستان ګوند په ګردېز کې کتابتون پرانيست

د ودان افغانستان ولايتي څانګې د پکتيا په مرکز ګردېز کې يو باب عامه کتابتون پرانيست، چې د کتاب مينه والو ورسره نږدې څلور سوه بېلابېل عنوانونه کتابونه مرسته وکړه.
د ياد ګوند غړي وايي، د کتابتون له پرانيستې يې هدف دا دی، چې کتابونو ته محصلين او زده کوونکي په اسانۍ لاس رسی ومومي. دوی وايي د کتابتون د غنا په برخه کې ورسره په هيواد مينو شمېر کسانو مرستې کړې او يو شمېر نورو ورسره ژمنې کړې دي.

image
سيدالرحمان نيازی د دې ګوند يو تن غړی دی، چې د پرانيستل شوي کتابتون په باره کې داسې وايي: «زموږ هدف دا دی، چې محصلين او زده کوونکي کتابونو، مجلو، اخبارونو او نورو معلوماتو ته په اسانۍ لاس رسی ومومي، موږ به هڅه وکړو، چې دا کتابتون نور هم غني شي او په راتلونکي کې داسې نايابه کتابونه پکې ځای پر ځای کړو، چې بل ځای يې موندل ناممکن او يا هم مشکل وي».
2فضل الله بهاند د ګوند بل غړی د کتابونو له مرسته کوونکيو منندوی دی او داسې زياتوي: «له موږ سره اسد دانش، قاري محمد نسيم سعادت، د تېرې ځوانانو ټولنې او يو شمېر نورو کسانو د کتابونو مرسته کړې او يو شمېر نورو کسانو ژمنه کړېده، چې موږ ترې منندوی يو او زموږ هيله دا ده، چې له دې کتابتون څخه محصلين، زده کوونکي او د کتاب مينه وال په اسانۍ او ښه استفاده وکولای شي».

image
د کتابتون پرانيستې ته د پکتيا مخور او مدني فعالان هم راغلي وو، چې ټولو يې د وس برابر کتابونه له ځانو سره راوړي وو، دوی د کتابتون په پرانيسته خوښي وښوده او له ځوانانو يې هيله وکړه، چې کتابتون ته راشي او د مطالعې د فرهنګ په بهير کې خپله برخه مسوليت ادا کړي.
ډاکتر عبدالهادي حماس د کتابتون د پرانيستې په غونډه کې وويل، چې له دې سره به د کتاب مينه وال اضافه شي او همدارنګه به د کتاب مينه وال وکولای شي، چې په اسانۍ له دې کتابتونه ګټه واخلي.
د علمي خپرندوی ټولنې مشر قاري محمد نسيم سعادت هم د دې کتابتون په جوړېدو خوښي وښوده او پرانيستغونډې ته يې په وينا کې وويل، چې دوی به يې د غنا په برخه کې د وس برابر هڅې کوي.
ياده دې وي، چې ودان افغانستان ګوند په پکتيا کې د سږ کال په پيل کې په رسمي ډول فعاليت پيل کړی خو تر اوسه يې اکثره فعاليتونه اجتماعي او مدني دي، چې ولسي خلک ورته خوشبينه برېښي