کور / تازه خبرونه / چارواکو او سلګونو خلکو دشهيدانو په جنازه کي برخه واخسته

چارواکو او سلګونو خلکو دشهيدانو په جنازه کي برخه واخسته

د پنځه تنو شهیدانو د جنازې لمونځونه د لوړ پوړو چارواکو او سلګونو نورو په ګډون د جلال اباد په شیرزي لوبغالې کې ادا شول .
تېره ورځ د جلال اباد ښار په دریمې ناحیې سیمه کې د قومي مشر ملک عثمان په حجره کې د قران کریم د ختم د ترسره کېدو پر مهال ځآنمرګی برید وشوو،چې له امله یې ۱۳ تنه شیهدان او ۱۴ نور ټپيان شول .
په دغه پېښه کې د قومي مشر ملک عثمان درې وریرونه،چې دوه یې د قران کریم حافظان دي،هر یو قاري کمین، قاري محمد الله او حاجي عبدالقیوم او همدا راز د نوموړی تره زوی عبدالولي او د هغه نور خپلوان شهیدان شوي وو.
د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې نن د مرغومې په ۲۸مه د پنځه تنو شهیدانو بیلابېل د جنازي لمونځونه ادا شول،چې په کې د مشرانو جرګې رئیس،د ننګرهار والي، د ملي او ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو،دیني عالمانو، مدني فعالانو او د هېواد د بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د دغه جنازو پر مهال د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار پر دغه پېښې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ وویل په دغه غمیزه کې د ټول افغانستان وګړي شریک دي او په همدې موخه په جنازو کې په مشرانو جرګه کې د بېلابېلو ولایتونو استازې ګډون لري .
هغه زیاته کړه، تېره ورځ د قران کریم د ختم پر مهال د امن او ثبات دښمنانو د پردیو په لمسون داسې یو عمل ترسره کړ،چې په اسلامي نړۍ او په افغاني کلتور کې په هیڅ صورت د بخښلو نه دی .
نوموړی وایي که له یو لورې د افغانستان د خاورې دښمنانو قسم خوړلی،چې تخریبي کړنې به ترسره کړي،له بل لورې د افغانستان ولسونو د قربانیو په ورکولو د دې خاورې څخه دفاع کړې او لا به هم دفاع وکړي .
مسلمیار وویل : (( یو ځل بیا ټینګار کوم،چې موږ د هغه چا سره سوله کوو،چې سوله غواړي او هغه کسان چې موږ وژني باید ووژل شي . ))
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د قومي مشر ملک عثمان کورنۍ او د پېښې ټولو شهیدانو ته د معفرت د غوښتنې ترڅنګ د دوی کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
نوموړی همدا راز د ولسونو په استازۍ د مشرانو جرګې د رئیس،په ملي شورا کې د بېلابېلو ولایتونو استازو او ټولو هغه کسانو څخه چې له نورو ولایتونو څخه یې د جنازو په مراسمو کې ګډون کړی وو او په دغه پېښه یې له دوی سره غمشریکې ښکاره کړې وه، مننه وکړه او زیاته یې کړه،افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په هره ځای کې مو غم او خوښۍ شریکي دي.
نوموړی وایي ملي امنیتي قواوو هر مهال د سرونو په بدل کې د امنیت د تامین هلې ځلي کړي،همدا راز ولسونو هم په دغه برخه کې هر مهال قربانۍ ورکړي،ترڅو امنیت تامین او ولسونه په هوسا ډول خپل ژوند وکړي .
هغه زیاتوي د امن او ثبات دښمنانو هر مهال د تېرې ورځې په څېر د ولسونو په منځ کې غمجنې پېښې رامنځته کړي،خو په دغه چاره سره به هیڅکله هم د سرتېرو او ولسونو حوصلې کمې نشي .
د دغه جنازو وروسته د قومي مشر ملک عثمان د کورنۍ په استازۍ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي ډاکټرعصمت الله شینواري هم د جنازې د برخوالو څخه مننه وکړه،چې په دغه ستر غم کې یې له دوی سره ځآنونه شریک وګڼل .
د دغه جنازو د ادا کولو وروسته ګڼ شمېر نورو مخورو او دیني عالمانو هم د تېرې ورځې پېښه په کلکو ټکو سره وغندله او شهیدانو روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل او همدا راز د جنازې ټولو ګډونوالو له لورې هم د دعا په کولو سره شهیدانو ته د جنت الفردوس،کورنۍ غړو ته یې د صبرجمیل او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه .

صدیق الله پوپل