کور / رسنۍ / د کوټې د پښتو اکاډمۍ انټرنټپاڼه آنلاين سوه

د کوټې د پښتو اکاډمۍ انټرنټپاڼه آنلاين سوه

pashtoacademy_dat_com

د پښتو اکاډمي کوټه بلوچستان چي د بنسټ ډبره يې په ۱۹۷۱ کال ايښودل سوې وه، خپله نوې وېبپاڼه آنلاين کړه. په دغه انټرنټپاڼه کي به ياده اکاډمي د خپلې درې مياشتنۍ مجلې د مطالبو تر څنګ د خپلو فعاليتونو او کتابونو په تړاو معلومات خپروي.

دغه نوې پاڼه د www.pashtoacademy.com تر ادرس لاندي په انټرنټ کي کتل کېدلای سي. د دغې پاڼي له پاره د فيسبوک پاڼه هم جوړه سوې ده چي هغه تر دغه لينک https://www.facebook.com/pashtoacademyquetta/ لاندي موندل کېدلای سي.

دغه وېبپاڼه د قاموسونه ټکی کام د پروژې له خوا د پښتو اکاډمي کوټي له پاره جوړه کړل سوې ده.

ښايي پر دغه پاڼه په نژدې راتلونکي کي د پښتو ژبي سره د تړلو اکاډميکو څېړنو د موضوعاتو ځېرمه هم آنلاين کړل سي.

تبصرې پرانیستي‌

  1. Ddera sha shwa

    KHUDAY t`aala de neka aw mubarekah krriey.

    D`Laraw Bar pashtanu+Afghanano d yewkedlo pa hila aw du`a!.