کور / تازه خبرونه / “طالبان بايد افغان حکومت سره خبرې پيل کړي”

“طالبان بايد افغان حکومت سره خبرې پيل کړي”

کابل: دبي بي سي د خبر له مخې دا غوښتنه په کابل کې د افغانستان د سولې د بهير د بيا راژوندي کولو لپاره د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخيزې غونډې کې شوې دي.غونډې پرېکړه وکړه چې شخړو سياسي هواري لپاره دا ډول خبرې اړينې دي. د دې کاري ډلې بله غونډه به د فبرورۍ په شپږمه نېټه اسلام اباد کې کېږي په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې څلور اړخيزې غونډې د طالبانو په ټولو ډلو غږ کړى چې ” څومر ژره چې امکان ولري افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني چې په دې ډول ټول اختلافونه د افغانانو خوښۍ سره سم له سياسي لارې حل شي”.داغوغښتنه د افغانستان د سولې د بهير لپاره په لار نقشې کارکوونکې څلور اړخيزې ډلې په کابل کې د خپلې دويمې غونډې په پاى کې يوې اعلاميې کې کړې ده.دې غونډې کې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين استازو برخه درلوده.اعلاميې کې راغلې دي چې طالبانو سره د خبرو د پيلولو لپاره په لار نقشې خبرې وشوې او په دې برخه کې پرمختگ هم وشو، خو په اعلاميې کې په دې اړه چې دا څه ډول پرمختگ و نور معلومات نه دي ورکړل شوي.د غونډې برخه والو يو ځل بيا په دې تاکيد وکړ چې د افغان ولس پر ضد روان بې معنى تاوتريخوالى بايد پاى ومومي.اعلاميې کې راغلي دي چې افغانستان کې د سولې پروسې لپاره د دې کاري ډلې د غړو ترمنځ ښې اړيکي، متقابل درناوى او همکاري اړينه ده.غونډې پرېکړه وکړه چې د سولې بهير پيلولو لپاره به د دوى خبرې دوام کوي او راتلونکې غونډه به د فبرورۍ پر شپږمه نېټه پاکستان کې کېږي.لومړنۍ څلور اړخيزه غونډه د روانې مېلادي مياشتې په ١١ نېټه اسلام اباد کې شوې وه.طالبانو په سم لاسي دول د خبرو د پيلولو دې غوښتنې ته څه غبرگون نه دى ښودلى.