کور / هراړخیز / افغانستان تر عراق بدتره

افغانستان تر عراق بدتره

په کاناډا کي د “تورنټو سټار” ورځپاڼه د يوه ګزارش په ترڅ کي پر دې خبره ټينګار  کړی دی چي په افغانستان کي  امنيتي وضعه د عراق په پرتله په يوه خورا بدحالت کي قرار لري . ورځپاڼه  ليکي چي کار پوهان په دې باور دي چي د افغانستان وضعه به په څو راتلونکو مياشتو کي تر اوسني حالت لا نوره هم خراپه سي .د کندهار پر محبس باندي د طالبانوحمله اود يو زيات شمېربنديانو خوشي کول د خشونت   دهغو نمونو څخه يوه ده  چي همدا اوس دغه هيواد ورسره مخامخ دی،  او دا په جنګ  ځپلي افغانستان کي د لويو ستونزو د پيلامې  پيغام ورکوي .


په دغه ګزارش کي ويل کيږي چي په داسي حال کي چي چارواکي مدام د طالبانو د ضعف او نابودۍ ادعاوي کوي خو واقعيت دا ښيي چي طالبان په هيواد کي تر پخوا زيات د خپل قوت په ښودلو سره خپل فعاليتونه پر مخ بيايي .


ژورناليست”احمد رشيد”، چي په کال ۲۰۰۱ کي يې په لاهور کي دهغه يوه خپرونه خورا مشهوره وه په دې باور دی چي د افغانستان وضعه ان تر عراق ﻻ هم بدتره ده او ورځ تر بلي د بدترېدو پر خوا روانه ده .


د “تورنټو سټار” د ورځپاڼي  ګزارش   زياتوي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونه په خپلو تعهداتو کي  يو دبل سره اختلاف لري .د امريکا جمهور رئيس همدا اوس په يوه مړژواندي او ناتوانه شخص تبديل سوی دی او راتلونکی جمهور رئيس به هم  و نشي کړای د راتلونکي کال  تر نيمايي پوري  د افغانستان په هکله څه پرېکړه وکړي . په افغانستان کي ديوې  جدي خلا د موجوديت احساس کيږي او دطالبانو ځواکونه به ددغه راغلي حالت څخه   حد اعظمه استفاده وکړي .


نوموړی ګزارش د احمد رشيد د قوله ليکي چي د طالبانو ځواکونه په پاکستان کي اوږد مهاله پټنځايونه لري او خپل ځانونه په بې ساري توګه چي تصور يې  هم نسي کېدﻻی و هري خواته   غزوي . د طالبانو د ځواکونو دغه شاني غزېدنه  کېدای سي چي  په پاکستان او هم په افغانستان دواړو  کي امن ګډوډ اونا امني زياته کړي .


سياسي کارپوهان په دې نظر دي چي په افغانستان کي د امريکا تر لارښوني لاندي د پرديو ځواکونوشتون عمومي نفرت راپارولی دی  دغه نفرت هغه وخت د ګيره وزي چي امريکايان  په بمباريو کي ملکي افراد  په نښه او د نيول شويو کسانو سره  ناوړه چلند وکړي .