کور / تازه خبرونه / په چارسده کې پر پاچاخان پوهنتون بريد شوى

په چارسده کې پر پاچاخان پوهنتون بريد شوى

پېښور: دپښتونخوا په چارسده کې پاچاخان پوهنتون ته وسله وال ننوتي او ډزې روانې دي دپوهنتون ساتونکى ټپي دى او ښوونکي او زده کوونکي په ټولگيو کې بند دي دسما اردوژبي تلويزيون ويب پاڼه وايي چې په پوهنتون کې د پاچاخان دتلين د نمانځې پروياړ د مشاعرې غونډه په پام کې نيول شوې وه چې له امله يې گڼ شاعران هم په پوهنتون کې شتون درلوده دخيبرپښتونخوا ايالتي وزيرشوکت يوسفزى ويلي دي چې په بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي او٦٠ ټپيان دي وژل شويو کې د کيمياد څانگې مشر پورفيسور حامد الحق هم شته خو د عوامي نيشنل گوند ايالتي اسامبلى غړي سردار حسين بابک څرگنده کړې ده چې زما د معلوماتو له مخې په دې بريد کې ٤٠ تنه وژل شوي دي له بله خوا ډيلي پاکستان په خپلې ويب پاڼې کې څرگنده کړې چې د پاکستان د طالبانو د تحريک وياند محمدخراساني وايي چې دچارسدې په باچان پوهنتون بريد کې لاس نه لري پر دې پوهنتون دا بريد غندي دا غير شرعي کار دى خراساني وايي په ناپوځي ادارو کې زده کوونکي ځوانان خپل راتلونکي گڼي