کور / تازه خبرونه / جهاني : د باچاخان پرپوهنتون حمله د پښتنو پرعزت حمله ده

جهاني : د باچاخان پرپوهنتون حمله د پښتنو پرعزت حمله ده

ياداښت: د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرښاغلي عبدالباري جهاني ديوې اعلاميې له مخې په چارسده کې دپاچاخان پرپوهنتون شوى بريد غندلى دغه اعلاميه خپلو لوستوالو ته کټ مټ وړاندې کوو
پر باچاخان پوهنتون د حملې په تړاو، اعلامیه

د چهارشنبې په ورځ د سهار پر نهه نیمو بجو د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کي د پاچاخان پر پوهنتون باندي په یوه ټروریسټي حمله کي پنځه ویشت تنه شهیدان سوي او څه دپاسه شپېته تنه ټپیان سويدي.
د ټروریستي حملو په باره کي به موږ څه ووایو. د ترهګرۍ حملې په هرځای کي چي کېږي، زموږ د کرکي او نفرت وړ دي. خو پرښوونځي او پوهنتون باندي ددغه راز وحشیانه حملو هدف د اولسونو او په تېره بیا د بې وزلو پښتنو په کورونو او ښارونو کي د علم او پوهي د ډېوو خاموشول او د اولسونو او د هغوی د بچیانو د سترګو ړندول دي.
دغه راز وحشیانه حملې چي هرځای کېږي د بشریت او په تېره بیا د پوهي او علم د رڼا د ښمنانو ته منسوبي وي خو له بده مرغه چي نن سبا یې مثالونه په پښتني سیمو کي تر بل هر ځای زیات دي.
د باچاخان پرپوهنتون باندي حمله د پښتنو پر عزت او وقار باندي حمله ده. د افسوس خبره داده چي د انسانیت او علم دښمنان دا وحشیانه حمله پر هغه پوهنتون باندي کوي چي نه یوازي د پښتنو بلکه د ټولي سیمي د عدم تشدد د لاري مشال وو. دا حمله د داسي چاپه نامه نومول سوي پوهنتون باندي کېږي چي د خپلي جنازې په کټ یې د ډېورنډ غیرعادلانه او کرغېړني کرښي ته تکان ورکړ. « ماپه جلال آباد کي ښخ کړئ » او په همدغه وصیت یې د کرښي دواړي غاړي د تل لپاره سره خپلي کړې.
خان عبدالغفار خان د نن څخه پوره اته ویشت کاله مخکي د جنوري پر شلمه نېټه د اته نیوي کالو په عُمر وفات سوی وو. د چهارشنبې د ورځي مراسم ددغه ستر انسان او د انسانیت د لاري د ستر مبارز او مشال د اته ویشتم تلین په یاد جوړ سوي وه. زما ښه په یاد دي چي ځینو افغان تنګ نظرو د هغه له دې وصیت سره چي ویل یې ما په جلال اباد کي ښخ کړئ په هغه وخت کي هم مخالفت وکړ او د هغه پر جنازې باندي یې، د ټولو اسلامي او انساني اصولو پر خلاف د بمب حمله وکړه او څو تنه یې مړه او زخمیان کړل. البته په هغه وخت کي هم د مولوي محمد یونس خالص په څېر اشخاص موجود وو او ماته یې پخپله په راډیويي مرکه کي وویل چي باچاخان د پښتنو او انسانیت ویاړ وو او هر کله چي افغانستان ازاد سو نو افغانان به د هغه پر قبر د ګلونو د ګېډیو باران جوړ کړي.
زه د چهارشنبې د ورځي د شهیدانو روحونو ته د مغفرت دُعا کوم، کورنیو ته یې صبر جمیل غواړم. د ټپیانو لپاره یې شفای عاجل غواړم او له پاک خدای څخه هیله کوم چي زموږ په سیمه کي د وحشت او جهالت کمبله ټوله کړي او ددغه راز ټولو وحشیانه او غیرانساني حملو مرتکبینو ته سزا ورکړي.
آمین
یارب العالمین!