کور / تازه خبرونه / د لوړو زده کړو موسسې څانګه پرانستل میدان وردګ په اکاډمیک مرکزبدلوي

د لوړو زده کړو موسسې څانګه پرانستل میدان وردګ په اکاډمیک مرکزبدلوي

که د لوړو زده کړو موسسې خپلې څانګې پرانیزي میدان وردګ به په یو اکاډمیک مرکز بدل شي.
د میدان وردګو مرستیال والي په دې ولایت کې د تابش لوړو زده کړو خصوصي موسسې د محصلینو فراغت غونډه کې وکړې .
د تابش لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو د لومړۍ دورې دیرشو تنو فارغانو لپاره نن د جدي میاشتې په «۳۰« نیټه غازي کریم خان تالار کې فراغت غونډه جوړه شوي وه.
غونډه ته وینا پر مهال ښاغلي ذاکر حسین سلطاني وویل، چې که د لوړو زده کړو نورې موسسې خپلې څانګې پرانیزې میدان وردګو ولایت به په یواکاډمیک مرکز بدل شي؛ ځکه دا ولایت مرکز کابل ته نږدې موقیعت لري او استادان په اسانۍ تدریس لپاره رسیدګي کولای شي.
هغه په خپلو خبرو کې فارغو شویو محصلینو ته مبارکي وویله او دغه راز یې د تابش لوړو زده کړو موسسې او په ځانګړي ډول د پوهمنل استاد حمیرا حقمل څخه مننه وکړه، چې میدان وردګو ولایت کې یې د تابش څانګې پرانیستو کې هلې ځلې کړي.
د تابش لوړو زده کړو موسسې عمومي رییس ښاغلي محمد محسن فارغو شویو ځوانانو ته په خطاب کې وویل، چې خپلو لا نورو زده کړو ته دوام ورکړي.
دغه راز د ولایتي شورا مرستیال ښاغلي میرویس امیري خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول، چې د لوړو زده کړو ترڅنګ د کار عملي ډګر کې د خپلو هیوادوالو خدمت وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې پر فارغو شویو محصلانو بري لیکونه او یوشمیر میلمنو او استادانو ته محصلینو لخوا سوغاتونه وویشل شول.
همدارنګه د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي سلطاني ته د تابش لوړو زده کړو موسسې محصلینو له لوري پګړۍ ورپه سرشوه او محصلینو سره یې د کورنۍ غړو او دوستانو ډله ایز تصویرونه واخیستل او هغوی ته یې په غاړه کې ګلان واچول

صدیق الله پوپل