کور / شعر / د ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر

د ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر

da_malalai_nanai_khor

ملالۍ وايي خپلي مور ته
چي له مکتبه راسم کور ته
زما همصنفياني مي ياديږي
کور کي مي زړه ډېر په تنګيږي
کاشکي مي مشره خور لرلای
زه به يې ډېره نازولای
درسونه ما به پر ويلای
امرونه ما به پر کولای
اخيستای ما به يې ګوډياني
څوک مېلمنې څوک يې ناوياني
لوبي به موږ سره کولای
وخت به مي ښکلی تېرېدلای
خو اوس مي خور ډېره نانۍ ده
زه يم پر مشره دا کوچنۍ ده
بس ټوله ورځ دا او ژړا وي
يا وي بيده يا يې ګاګا وي
نه د مجلس ده نه د لوبو
لا تللای نه سي پر خاپوڅو
کاشکي مي مشره خور لرلای
موږ به بازۍ سره کولای
مور ويل ګراني زما لوري
زما خوږې زما شکري
اوس که نانۍ ده هم ستا خور ده
خوږه پيشو زموږ د کور ده
ګاګا چي وايي دا مجلس دی
ژړا چي کړي تنګ يې نفس دی
خور که دي نن ډېره نانۍ ده
د لوبو نه ده لا کوچنۍ ده
خدای به يې لو کړي ستا خورکه
درڅخه غواړي به نانځکه
ته به ور وښيې درسونه
ښايسته اخلاق او ښه چمونه
ملګرې ستا به وي ستا خور
هم په مکتب کي هم پر کور
واياست به ګډ سره درسونه
د زړه ارمان د زړه حالونه
وګوره څنګه درته ګوري
ټالۍ وهي دا ستا پر لوري
وای راته وکړه مجلسونه
راته تکرار کړه خپل درسونه
زه به ګاګا ګاګا کومه
ځان به پر تا زه ګرانومه
ته زما خور زما زړګۍ يې
لويه نانځکه پستکۍ يې
شکر چي مشره خور لرمه
لوبي به زه درسره کړمه
.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۵مه نېټه، بون
__________________________________________________

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ ahmadwali.achakzai.com  څخه په مننه

دغه او د ماشومانو له پاره نور مطالب پر kochnai.com هم لوستلای سئ.