کور / سياسي / هسې نه چې ترافیک په محکمه کې بند وي او په ارګ مرمۍ ووري

هسې نه چې ترافیک په محکمه کې بند وي او په ارګ مرمۍ ووري

Ehsanullah arianzaiهسې نه چې ترافیک په محکمه کې بند وي او په ارګ مرمۍ ووري!!
د پخواني ولسمشر کرزي صیب د واکمنۍ د وخت ډېرې خوږې او ترخې خاطرې به د ډېر وخت له پاره د تاریخ په پاڼو او د خلکو په اذهانو کې ژوندۍ پاته وي.
کرزی صیب داسې خوږ او څو اړخیزه شخصیت و چې که تاسو یوه خبره له ځانه هم جوړه کړئ، په هغه پورې سمه ننښلي لکه دا یوه!
وایي کله چې څو کاله مخکې، له بده مرغه ترهګر د ارګ په ګاونډ کې، افغان ستر پلورنځي ته ننوتل او په عدلیه وزارت، سرینا هوټل، مالیه وزارت او حتی ارګ یې مرمۍ ووېشتی، ولسمشر د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت لوی رییس او د کابل امنیه قوماندان جلا- جلا ارګ ته وغوښتل او د دې لویې پېښې په اړه یې له هغوی څخه معلومات وغوښتل.
راوی وایي چې د کرزي صیب د ادارې په چارواکو کې پوهاوی او همغږي دومره پیاوړي وو چې هر چا ولسمشر ته خپله کیسه واوروله او ده ته یې ډاډ ورکړ چې دا ادارې پوره چمتوالی لري چې د (عمر دې ډېر شه ټولواکه) تر شعار لاندې، د وطن، خلکو او نظام مخالفین حتی په سرحدي سیمو کې ځپي او اجازه نه ورکوي چې بیا د ارګ په حریم کې په ورانکاره اعمالو لاس پورې کړي!
راوی وایي چې په هغه شپه ولسمشر کرزي ته له خپګانه هېڅ خوب ورنغی او ټوله شپه یې په ویښه او سګرټو تېره کړه!
دفاع وزیر ویلي و چې دا خاینین داسې په لوګر او شیوکیو کابل ته ننوتي وو. د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې دا اشرار د خورد کابل او چکریو په لار راغلي وو. استخباراتو ویلی و چې دا خلک په تورو موټرو کې سپاره وو او امنیه قوماندان ویلی و چې زه په هره خبره ښه پوهېږم؛ خو عقل مې په دې برخه کې هېڅ کار نه کوي!
سبا سهار کرزي صیب چا ته امر کړی و چې ورشئ او هغه د پلورنځي د مخې ترافیک راولئ کېدای شي چې هغه به سمه خبره وکړي، رښتیا به ووایي او ما به په حقایقو پوه کړي!
راوي وایي چې ترافیک کرزي صیب ته کیسه وکړه چې دا څلور وسله وال په داسې امبولانس کې د پلورنځی مخې ته راغلي وو چې سره رڼا یې په سر ګرځېده او عامو او خاصو لار ورکوله.
ترافیک ویلي وو چې دې څلورو وسله والو امبولانس په ډمبر سړک پرېښی او دوی پلورنځي ته ننوتلي وو او بیا هغه کیسیه پېښه شوه چې تاسو ښه پرې خبر یاست!
راوي وایي چې کرزي صیب سوړ اسویلی وکېښ او پوه شو چې د دې ترافیک معلومات تر هغه پرونیو وزیرانو او جنرالا نو څخه ډېر موثق دي؛ ځکه ده پخوا هم له خپل کوم ملګري څخه اورېدلي وو چې د پلورنځي په مخکې یو بې څښتنه امبولانس پاته و!
په هر صورت راوي وایي کله چې د ترافیک کیسه پای ته ورسېده، کرزي صیب ورته وویل چې شاباس بچیه تا رښتیا وویل. اوس ماته کوم امر او خدمت شته؟!
راوي وایي چې یو ځلې د ترافیک مخ له خوشالۍ سور او سترګې وځلېدې. دې خوارکي د ده سبز په محکمه کې یوه کمکي دعوی درلوده. کوم زورور یې یو جریب ځمکه لاندې کړې او دی درې کاله لالهانده و!
ترافیک فکر وکاوه چې همدا یې ځای دی چې ځان د قاضي له شره خلاص کړي. دی بې انصافه قاضي درې کاله سرګردانه کړی او شل زره افغانی رشوت غوښت.
ځکه یې د زمري زړه په پور واخیست، کرزی صیب یې په کیسه خبر کړ او په پای کې یې وویل چې که زه په وظیفه کې نه وم، داسې خبرې به نورې هم پېښې شي او له ولسمشره یې هیله وکړه چې د ده سبز قاضي ته یو ځلې تلفون وکړي چې د ده کار پای ته ورسوي!
راوي وایي چې کرزی صیب په دې ښه پوهېده چې ده سبز قاضي ولا که دا دوسیه بې رشوته خلاصه کړي؛ ځکه یې د دفتر په رییس غږ وکړ چې آ، داوودزیه ته راوړه شل زره افغانۍ چې دا ترافیک یې د ده سبز قاضي ته ورکړي چې کار یې ورخلاص کړي.
هسې نه چې ترافیک په محکمه کې بند وي او هغه خلک بیا په ارګ مرمۍ ووروي!!
راوي وایي چې ترافیک کرزي صیب ته وویل چې موږ هلته درې کسان یاستو. یو په دې ورځ تللی و بانک ته چې د تېرې میاشتې تنخواه واخلي، دویم سهاري د خلکو او موټورو په بیروبار کې نښتی او بېرته کورته ستون شوی و او درېیم زه یم چې په محکمه کې وم چې په پېښه خبر شوم بیا کور ته لاړم!