کور / تازه خبرونه / سپين بولدک: پر سرحدي کنډک ډله ايز ځانمرګی بريد وسو

سپين بولدک: پر سرحدي کنډک ډله ايز ځانمرګی بريد وسو

سپين بولدك سرحدي لواد

 دامنيي قومندانۍ وياند ضيا درانى وايې چې دغه بريد د پنځو تنو له لوري د سرحدي ځواکونو پر څلورم  کنډک تر سره سوى او شاوخوا پنځويشت دقيقي يې دوام کړى دى.
د نوموړي په وينا چې په دي ځانمرګې ډلييزه حمله کې ټول دوه تنه سرحدي سرتېري وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.
د هغه په وينا چې په دې پېښه کې نور کوم چا ته زيان نه دى اوښتى خو وايې چې دا مهال هم د پېښي په ځاى کې تصفيه روانه ده.
د دراني د مالوماتو له مخي چې بريدګرو د وسلو تر څنګ ځانمرګي واسکټونه هم په تن کړي وه.

ازاد خبريال صديق الله افغان پر خپل فيسبوك ليكلي دي چي د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ پر سرحد دارۍ برید کي پنځه ځانمرګي، د سپين بولدک د ملي امنیت مدیر او یو سرحدي پولیس وژل سوي او اووه سرحدي پولیس ټپيان سوي.
د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي، چي برید کوونکي په کرولا موټر کي راغلي وه.

طالبانو ددي بريد مسوليت منلى دى.