کور / تازه خبرونه / خوست:دنشه یې توکو اودموټر تښتونې په توردوه تنه نیول سويدي

خوست:دنشه یې توکو اودموټر تښتونې په توردوه تنه نیول سويدي

دخوست پولیسو په بیلابیلولاسته راوړنو کې دنشه یې توکو اودموټر تښتونې په توردوه تنه مجرمین نیولي دي.

دخوست امنیه قوماندانی دجنایې جرمونو پروړاندې دمبارې مدیر سمونمل ارین  وویل دجنایې جرمونو په وړاندې دمبارزې پولیسو دخوست

خوست
خوست
ښار په مربوطاتوکې دموټر تښتونې او دنشه یې توکو دپلور په تور دوه تنه نیولي دي .

ښاغلي ارین وویل یوتن چې په ښار کې به یې په علني شکل نشه یې توکي پلورل چې دټولنې لپاره ډیر مضر اوله نورو زیانونو سره سره په تدریجي ډول انسان له منځه وړي له یوه اندازه نشه یې توکو سره یوځای نیولی او دوهم تن چې په بیلابیلو غلاو کې یې لاس درلود اوزمونږ له یوه تن خوست میشتي څخه یې موټر تښتولی وو نیولي دي .

دی همدا راز وایی چې دوهم تن یې دموټر تښتوونې په تور هغه مهال ونیوه چې زمونږ له یوه تن هیواد وال څخه فلانکوچ ډوله موټر تښتولی ووچې نموړي تن پخوا هم په بیلابیلو غلاو کې لاس درلود

نموړي وویل چې دیادو قضیو عاملین يې دقانون منګولوته سپارلي اوهمدارازیې تښتول شوی موټر هم خپل مالک ته سپارلی دی.

جنایې مدیر ښاغلي ارین دجنایې پیښو دمخنیوي په موخه خلکوته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به په ټول توان او دخلکو په همکاری سره   چاته ددې اجازه ورنکړی چې په ورانکاره کړنو، غلاو او سړي تښتونو لاس پورې کړي. 

نوموړي د پولیسو د دغه لاسته راوړنو یواځینۍ علت د پولیسو هلې ځلې او د خلکو همکاري وبلله.

داپه داسې حال کې ده چې په تیره اوونی کې دخوست بیدارو پولیسو په زیاته اندزاه نشه یې اوچاودیدونکي توکي او په تور یې ډیری شمیر کسان نیولي او دقانون منګولوته سپارل شوي دي