کور / تازه خبرونه / لغمان والي د ختيځ زون ستونزي ولسمشر ته وړاندي کړې

لغمان والي د ختيځ زون ستونزي ولسمشر ته وړاندي کړې

لغمان والي د ویډیو کنفرانس له لارې د ختیځ زون د والیانو په استازولئ د حکومتوالۍ او پرمختیا په برخو کې شته ستونزې او وړاندیزونه د هېواد له ولسمشر سره شریک کړل.

عبدالجبار نعیمي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني سره په هغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د ملي امنیت شورا مرستیال، د چارو د ادارې استازي او د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ پر معین سربېره د هېواد د ۳۴ ولایتونو والیانو په کې هم ګډون درلود د ختیځ زون د والیانو په استازولئ د حکومتوالۍ او پرمختیا په برخو کې په لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د شته ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي نعیمي د خپلې وینا پر مهال د زون په کچه په ولسوالیو کې د ټولو ادارو د درېیمي واحدون فعالېدل او د دغو ادارو لپاره د تعمیرونه جوړېدل، په ولسوالیو او ادارو کې د سرپرستۍ د موضوع پای ته رسول او همدرانګه د C.B.R د سیستم اسانه کول او په هغو ادارو يې تطبیق چې پسیفه رهبري لري د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو په برخه کې یو مهم او اړین کار په ګوته کړ او ښاغلي جمهور رئیس ته یې وړاندیز وکړ چې په دې اړه اړونده ادارو ته څرنګه چې لازم یې بولي هدایت به وکړي.

لغمان والي په دغه ویډیو کنفرانس کې د پرمختیا په برخه کې د شاهي کانال د پروژې د کار عملي پیل، د پانګونې د جلب لپاره په مرکز او ولسوالیو کې د ښارګوټو د جوړونې لپاره د سروې او تخنیکي پلان جوړونه، په لغمان کې د صنعتي پارکونو د فعالولو په برخه کې د اړونده ادارو جدي پاملرنه او لغمان ته د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت د یو مسلکي هئیت را استول چې په دې ولایت کې په یاده برخه کې د ځینو مهمو لومړیتوبونو په تطبیق کې د چارو څېړنه او ارزونه وکړي، د هېواد ولسمشر ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

همدارنګه عبدالجبار نعیمي په انکشافي برخه کې د ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر وړاندیزونه چې د سړکونو د جوړولو، د برېښنا د شبکې د لاین د تمدید او د ځینو ټولګټو پروژو د قراردادونو د مودو د تمدید په اړه و، هم په دغه ویډیو کنفرانس کې د هېواد د جمهور رئیس سره شریک شول.

لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې وړاندیز وکړه که چېرې د ۱۳۹۵ لمریز کال بودیجه په خپل وخت دغو څلورو ولایتونو ته انتقال شي نو له یوې خوا به د پروژو تطبیق په خپل وخت شوی وي او د بلې خوا به بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شوي وي.

د زونونو په کچه د والیانو د خبرو تر اورېدو وروسته د هېواد ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني په پیل کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو څخه مننه وکړه چې د ولسونو سره یې دوامداره اړیکې ساتلي، د عوایدو کچه یې لوړه کړې او په ټوله کې یې د خپلو اړونده ولایتونو لومړیتوبونه یې تشخیص او تر جمهوري ریاسته یې را رسولي دي.

ښاغلي جمهور رئیس په خپله لارښوونکې وینا کې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د نوي مالي کال بودیجه په څلورو ربعو کې په منظمه توګه ولایتونو ته انتقال کړي او هم یې ټولو وزارتونو ته جدي لارښوونه وکړه چې په ۳ ورځو کې دننه باید د ولایتونو مکاتبو ته ځواب ووايي او له کاغذپرانۍ لاس واخلي.

ډاکتر محمد اشرف غني په دغه ویډیو کنفرانس کې زیاته کړه چې یو شمېر ټولګټې پروژې او ملي برنامې تر کار لاندې لاري چې ډېری بې روزګاره خلکو ته به په کې د کار زمینه برابره شي، خو په یادو برخو کې یې ولسي ونډه هم د پام وړ وګڼله.

ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په پایله کې والیانو ته جدي لارښوونه وکړه چې د فساد، غیر مسولو وسلوالو او غصب په مخنیوي کې په جدیت او قاطعیت سره عمل وکړي او هم دې غصب شوې ځمکې بېرته د غاصبینو له منګولو را وګرځوي.

همدارنګه د هېواد ولسمشر د کانکور د ازموینې په شفافیت د ټینګار تر څنګ په ازموینه کې د غیر مسولو خلکو او په ځانګړې توګه د ولایتي شورا د وکیلانو په مداخلې سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه که چېرې د ولایتي شورا وکیلان او یا نور غیر مسول خلک د کانکور په ازموینه کې مداخله وکړي نو د عدلي تعقیب لاندې به ونیول شي.