کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کي د ننګرهار د شهيدانو د فاتحې خبرتيا

په جرمني کي د ننګرهار د شهيدانو د فاتحې خبرتيا

​​​​بسم الله الرحمن الرحیم​  

فاتحه او د قرآن كريم ختم fatiha

د وروستی بیرحمانه غیراسلامي او غیر انساني ځانمرګي برید له کبله چی د ننګرهار په ښارکی د شینوارو د قومی مشر حاجي ملک عثمان شینواري او دولسی جرګی غړۍ، داکترعصمت الله او د ننګرهار ولایتيشورا غړۍ عبیدالله شینواري په کور کی تر سره شوه ، چی د دی برید له کبله حاجی شیرولی خان شینواری، قاری صاحب کمین شینواری ،حاجی قیوم شینواری، قاری محمدالله شینواری او اته نور د کور نی غړي هم په شهادت ورسیدل او دیارلس تنه نور تپیان شول.

د دی غمجنی غیر اسلامی او غیرانسانی پیښی یادونه په المان کی دمرحوم جنرال عبدالمنان شینواري زوی محمد داود عظیمی شینوري او د حاجي شیرولی خان شینواري زوی جلیل شینواري او د حاجی قیوم شینواري ورور وفی الله شینواری لخوا په فاتحی اود قران عظیم الشان په ختم سره لمانځل کیږی. 

په دی درانده محفل کی په خپل ګډون سره به د اسلام او هیواد دلاری پاکو شهیدانو ارواح ښاده او مونږ به مو هم منندوی یو .

 

د فاتحی ځای: د امام ابو حنیفه جومات Edisonstraße 10, 60388 Frankfurt am Main  
د فاتحی وخت: شنبه 30.Jan. 2016، د 14:00 تر16:00 بجو پور 

د اړیکی شمیره. 015221993735