کور / تازه خبرونه / د هلمند په نهرسراج کي خونړۍ جګړه سوېده

د هلمند په نهرسراج کي خونړۍ جګړه سوېده

د هلمند امنيتي چارواکي وايي په نهر سراج کي ملي پولیسو دمخامخ نښتو پرمهال ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې چي جسدونه یې د وسلو اومهماتو سره یوځای د جګړې په ډګرکي پاته سویدي .Taliban Helmand
هلمند امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي تیره شپه وسله والو طالبانو دهلمند د نهرسراج په سیمه کي دشهرا کنډک پرامنیتي پوستو برید وکړ چي په پایله کي دملي پولیسو له سخت غبرګون سره مخ اونښته رامنځته سول ، پرهمدې مهال دوسله والو طالبانو ۱۲ تنه ځای په ځای وژل سوي چي جسدونه یې دجګړې په ډګر کي پاته سویدي .
په دې جګړه کي دوسله والو طالبانو ۷ تنه ټپیان سوي ، ۳ میله کلاشینکوف ، یوه پایه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي او ۱۶ کړۍ ماینونه په سیمو کي کشف اوله منځه وړل .