کور / تازه خبرونه / د امنيت شورا د ملکي تلفاتو د ارزونې او کمولو بورډ لومړنۍ مشترکه غونډه وکړه

د امنيت شورا د ملکي تلفاتو د ارزونې او کمولو بورډ لومړنۍ مشترکه غونډه وکړه


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال محمد سلېمان کاکړ په مشرۍ، د امنیتي اورګانونو، قاطع ملاتړ ځواکونو، یوناما، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د سره صیلب ټولنې استازو، د ترهګرو پر وړاندې د هېواد د وسلوال پوځ د جګړې پرمهال د ملکي زیانونو د کمولو او ارزونې په منظور خپله لومړنۍ غونډه.Mohammad suleman kakar
غونډه د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال په خبرو پیل شوه. د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال محمد سلېمان کاکړ و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرو سره د جګړې پرمهال هڅه کوي، چې ملکي خلکو زیان ونه رسېږي. د هغه په خبره د افغانستان وسلوال پوځ ته لارښوونه شوې، چې د جګړې پرمهال د ژنېو تړون ژمنې په پام کې ونیسي او ملکي خلکو ته زیان ونه رسوي. کاکړ زیاته کړه: (( موږ د داسې دښمن سره مخ یو، چې هېڅ راز قانوني محدودیتونو او انساني ارزښتونو ته توجه نه کوي. په افغانستان کې دامهال ملکي خلکو ته تر ټولو ډېر مالي او ځاني زیان د دولت د وسلوالو مخالفانو لخوا رسېږي.))
وروسته د غونډې ګډونوالو په نوبت سره د موضوع په اړه خبرې وکړې او د خپلو ادارو لیدلوري او مالومات یې واورول. په غونډه کې د ملکي تلفاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو او د ملکي تلفاتو د کمښت د پالیسۍ  په اړه چې څه موده وړاندې د ملي امنیت شورا دفتر له لورې تدوین شوې هم د غونډې ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل. 
د ملکي تلفاتو د ارزونې او کمولو مشترک بورډ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په حکم رامنځته شوی او په هرو دریو میاشتو کې یو ځل غونډه کوي.