کور / تازه خبرونه / پاکستاني پوځ وايي په سوات کي يې ۴۰ تنه وژلي دي

پاکستاني پوځ وايي په سوات کي يې ۴۰ تنه وژلي دي

پاکستاني پوځيانو په سوات کي د څلويښتو تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی دی ، په هغه خبرپاڼه کي چي د پاکستاني پوځ له خوا خپره سوې ده راغلي دي چي هوايي او ځواکونو په سوات کي د مولانا فضل الله پر پلويانو بريدونه کړي دي او هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده . د سيمي څخه په رارسيدلو خبرونو کي عامه وګړو ته د مرګ ژوبلي اندېښنې راپيدا سوي دي .