کور / تازه خبرونه / په لغمان کي ۱۲۰۰ جريبه مځکه له غاصبينو خلاصه او ۲۴تورن کسان ونيول سوه

په لغمان کي ۱۲۰۰ جريبه مځکه له غاصبينو خلاصه او ۲۴تورن کسان ونيول سوه

په لغمان کې شا و خوا ۱۲۰۰ سوه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او ۲۴ تورن کسان ونیول شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د ځانګړو لار ښوونو او د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غاصبینو پر وړاندې په جدیت او قاطعیت سره د عمل کولو پر اساس نن د غصب د مخنیوي کمېسیون د مهترلام بابا په دښته کې شا و خوا ۱۲۰۰ سوه جریبه دولتي ځمکه چې د غاصبینو له لوري غصب شوې وه او کورونه پرې جوړ شوي ول، د غصب کوونکو له منګولو خلاصه او کورونه یې ور ړنګ شول، چې د یاد رقم زیاته برخه یې د اراضۍ په ادارې او پاتې نوره یې د ښوونکو د ښار ګوټي پورې تړلې ځمکه وه.

د غصب د مخنیوي کمېسیون په داسې حال کې چې د لغمان واليلغمان laghman jabar naimi عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزی او حاجي عبدالعزیز، د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نورالله قادري، د ملي امنیت ریاست لومړی مرستیال، د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او نور چارواکي هم ور سره ول د مهترلام بابا په دښته کې هغه دولتي ځمکې چې د یو شمېر کسانو له لوري په زوره غصب او کورونه پرې جوړ شوي و، د غاصبینو له منګولو خلاصې او ۲۴ تورن کسان یې په جرم د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.

عبدالجبار نعیمي د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو ته جدي لارښوونه وکړه چې په ټول لغمان او په خاصه توګه د مهترلام بابا په دښته کې د غصب په مخنیوي او د غاصبینو په نیولو کې په قاطعیت سره عمل وکړي تر څو په راتلونکي کې د شاهي کانال د پروژې په تطبیق کې چې له همدې دښتې به په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي، خنډونه را ولاړ نشي.

ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې د ولایت مقام په پرلپسې غوښتنو او ټینګار د هېواد ولسمشر په ننګرهار کې د لغمان د ولسونو سره ژمنه وکړه چې د شاهي کانال پروژه به په نېږدې راتلونکي کې پلې کوي، نو وړاندې تر دې چې د یاد کانال چارې پیل شي باید په مسیر کې یې هیڅ راز ستونزه وجود و نه لري.

د یادونې ده چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غاصبینو د نیولو دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او ټولې هغه دولتي ځمکې چې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د غاصبینو له لوري غصب شوي، بېرته تر لاسه شي