کور / سياسي / سوړ جنګ ( Cold war) اصطلاح د دويمې نړيوالې جګړې وروسته دود شوه

سوړ جنګ ( Cold war) اصطلاح د دويمې نړيوالې جګړې وروسته دود شوه

خيبر اميري khyber amiriهانګ تن تون په خپل ليکل شوي اثر(د تمدن نښته) کې را کاږې ((دريمه نړيواله جګړه ممکنه نده)) مګر د سړې جګړې پيل له هماغه ۱۹مې پيړۍ را په دېخوا پيل شوي ده. او ښايې دغه جګړه له مخامخ جنګ نه خطرناکه وي، ځکه دا جګړه د فکرونواو عقيدې جګړه ده.
دريمه نړيواله جګړه د متحدينو او متفقينوملکونو تر منځ په ۱۹۳۹ کال پيل او تر- ۱۹۴۵ پوري دوام وکړه ،چې د دغې جګړي مشری د ادولف هيتلر په غاړه وه. د يادې جګړي پيامدونه او نتيجي هم ښکاره وي لکه: ډلېز مرګونه او د نسلونو وژنه او په ياده جګړه کې ۷۰ زره ليټره انساني وينه تويه شوه. 
نور نو موږ د يوداسې جګړي ليدونکې کېدای نه شو ،چي په هغه کې دي هستوي صلاح استعمال شې مګر له هغه څخه هم د زوره ور جګړې ليدونکې يو. پښتنه پيدا کېږې، چې دغه ستره جګړه پر کومو ابزارو پرمخ بيول کېږې؟
فکرې جګړه: دا جنګ پر مسلمان يا اسلامي نړۍ کې ښه تود روان ده. د اسلامې نړۍ ولس هميشه عقيده وي ياعقيدتي خلک دي، او غربي يا غيري اسلامي نړۍ له همدې ټکې په کار اخستلو نړۍ يو قطبيزه  کړې ده . او خپل خصمانه او شوم هدفونه په همدغه رنګ  د مسلمانانو په مينځ کې پرمخ بيايې ، چې بلا ډيري بيلګې يې هم شته: طالب منځ ته راوړل  ، القاعده ډله، داعش (اسلامي دولت ) له افريقا نه د اسيا تر لمني را وستل  او داسې نور د وهشت او دهشت ډلي چې نړيوالو ته د مسلمانانو تصوير په داسې ډول وښايې او د اسلام مادې هم ورته توری او بدرنګه انځور کړي ، چې د داسې پروژو ښه تطبيق کونکی  په سيمه کې پاکستان او يو شمير نور هيوادونه دي.
تکنالوژيکې جګړه: دا جګړه هم له ۲۰۰۷ کال را په ديخوا په وطن کې د ځوانانو ، ميرمنو او دولتي يا خصوصي ادارو کارکونکو تر مينځ روانه شوي ده، چې ځوانان يې له مطالعي، زده کړو، ليکوالۍ او داسي نور پوهنيزو برخو څخه لري کړي دي.
د ادارو کار کونکي هم لويه ورځ د کار پر وخت په ټولنيزو رسنيو لکه: فسبوک، ټويټر، وټتس اپ، مسنجر اوداسي نور کړنو بوخت دې دا هم يوه ډول جګړه ده ، چې ځوانان هم له کاره ووځې هم له تعليمه …
رسنېزه جګړه: نن موږ او تاسو ګورو چې رسنۍ زموږ په ټولنه کې اهم موقف لري مګر د نه فلټر په صورت کې د ناسم سريالونو خپرول، غيري اخلاقي فيلمونو او داستانونو نشرول ، په هر کور کې مو د ټلويزيون شتون شته او دغه ناسمې کړنی ناسم ذهنيت ورکوي.او له دغه اړخه د بهرنيو ستري پروژي تطبيقيږي او د خلکو ذهنونو ته خپل اهدف څه نا څه ور اغوندې.
په نړۍ کې د دغې جګړي لوبغاړي: چين ، امريکا، فرانسه او برتانيا ده.
 
امريکا په اسيا کې د خپلې لوبې په فکر
کومه او څرنګه لوبه؟
۱- چين د نړۍ د ستر اقتصادي ځواک په څير د متحده ايالاتو ځای ونيو او مخ په وړاندې روان دی.
۲- د چين او هندوستان له اقتصادي ودې څخه دا اټکل کېږي چې ډير ژر به اسيا د نړۍ د اقتصادي قدرت په څير د اروپا ځای ونيسي.
۳- د امريکا متحده ايالات او اروپايي هيوادونه په دې هڅو دي چې د اسيايي هيوادو د اقتصادي او سياسي پياوړتيا مخه ونيسي او خپل نړيوال اقتصادي او سياسي رول له لاسه ور نهکړي.
امريکا د چين د پرمختګ په لاره کې څنګه خنډونه اچوي؟
۱- د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د چين ګټو ته زيان رسول
دا وخت چين په افريقا کې تر ۲۰۰ بلين ډالرو زياته پانګونه کړې ده. امريکا د چين پانګونې د مخنيوي د پاره په افريقا کې مذهبي تر هګري ته وده ورکوي يواځې د لېبيا په جګړه کې چين تر۲۰ بلين ډالرو زيان يووړ.
۲- د چين سوداګريزې او د راکړې ورکړې لارې غړبجنول
چين له نړۍ سره د سوداګرۍ او نورو راکړو ورکړو د پاره د هند سمندر ته يوه لاره – د ملاکه تنګی- لري. چين په راتلونکي کې د خپل ستر نړيوال سياسي رول او غزيدلو سوداګريزو راکړو ورکړو د پاره د هند سمندر ته د نورو هيوداو لکه برما، بنګله ديش او پاکستان له لارې ځان رسول غواړي. امريکا نه غواړي، چې چين د سوداګرۍ او نړيوال سياسي رول د پاره پراخې لارې ولري.
ددې لپاره په يادو سيمو کې پر بېلابېلو نومو او بڼو کې سياسي او مذهبي را پارولې دي.
۱- بر ما
د روهنګيا بسولمانانو او د بود مذهب منونکيو تر مينخ غال، د ښان، کچين او نورو تو کمونو له خوا د مرکزي دولت پر ضد وسلوال پاڅون
۲- بنګله دېش
په ۱۹۷۰ کې د پنجابي پوځ په ملاتړ د بنګاليانو د ټول وژنې په تړاو د دولت او جماعت اسلامي تر مينځ غال
۳- پاکستان
د بلوڅ قامي پاڅون
په کراچی کې د مهاجر ترهګري
د افغان په خاوره کې د امريکا پټې او ښکاره دسيسې
۱- د طالب په نوم جګړي اوږدول
دا وخت په نړۍ کې روانې هغه ټولې جګړې چې د مذهب په نوم کېږي په اصل کې د امريکا د ګټو د خوندي کېدو جګړې دي. په ګران هيواد کې امريکا دخپل شتون د اوږدولولپاره هر ډول پاليسۍ څخه کار اخلي.
طالب د يوې وسلې په څير کاروي. په ښکاره به دوي هر ډول ډنډورې وهي خو رښتيا دا دې ،چې امريکا،طالب او پنجابی په دې ټوله لوبه کې سره ګډ دی.
۲- د منځنۍ آسيا په هيوادونو کې خپلي منګلې خښول
امريکا د مذهبي ترهګرو ډلو لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، حزب تحرير، د چيني ترکستان اسلامي غورځنګ، د پاکستان تبليغي جماعت او په زرګونه مدرسو او جوماتو تر پلو لاندې د منځنۍ آسيا تر هيوادو ځان رسول غواړي.
۳- د منځنۍ اسيا د هيوادو تر مخکنيو خزانو ته ځان رسول
۴- هغه ټولې سيمې تر خپله ولکه لاندې راوستل کوي کو مو،چې په راتلونکي کې د تيلو تل ذخيري دي.
۵- امريکا غواړي چې د ډيورنډ کرښې دواړه اړخونه د مذهبې ترهګرۍ ډګر وګرځوي او دلته روزل شو ترهګر د خپلو موخو لپاره و کاروي. د چين، روس او هند د اقتصادي ودو په لاره کې د خنډونو اچوولو لپاره امريکا د خپل مزدور پنجابي په مټ دا مهال د کشمير او سينکيانک بيلتون غوښتونکي او د ازبکستان سخت دريځه وسله وال په منځنۍ پښتونخوا کې په خپلو روزنيزو مرکزونو کې ځای پر ځای کړي دي .
دې ترهګرو نه يواځې يو ځايې پښتنو ژوند تريخ کړی دی بلکه په لوړو يادو سيمو کې هم په ورانکاريو کې لاس لري.