کور / سياسي / “د پردیو جګړه ده، بس خپل ځان ځني ګورئ”

“د پردیو جګړه ده، بس خپل ځان ځني ګورئ”

د یو پردېس طالب ژړا!

د شپي به تقریبا ۹ بجې وي، تازه له دفتره کور ته رسیدلی وم، د غاړي څخه د نیکټایي په خلاصولو لګیا وم، چي ټلیفون ته مي زنګ راغئ. ټلیفون مي اوکې کړ، سلام مي ورته ووایه، سړی د ډيورنډ د کرښي د اخوا څخه ږغیږې دئ. دا سړی زموږ د سیمي یو مخور جهادي قوماندان او شتمن سړی دئ، خو اوس په دې حکومت کي ځینو عناصرو د شخصي تربګنیو له کبله د طالب په نامه له خپل وطنه پیراره کړی دئ.

سړی ددې نوي حکومت په راتګ سره د مخالفینو او حکومت خبرو یو څه خوشبینه کړی وو او وطن ته د تګ لمبه یې پر زړه راغلی وه. نه ده او نه هم ما بېله دعا او خوشبینۍ بل څه لرل. ما ورته وویل چي نور باید مخالفین جنګ بس کړي او خپل وطن ته راسي. ده راته وویل چي ته خو ما پيژني، ما خو نه هیڅ ظلم کړی وو او نه کوم لوی طالب قوماندان وم خو اوس یې دا دئ دا لس کاله کیږي، چي د وطن پرېښولو ته یې مجبور کړی یم.

ویل یې: 

هغه بله ورځ په چورت کي دوبۍ ته ولاړم، هلته مي کور رانیوئ، تجارت مي جوړ کړئ، ژوند مي پیل کړئ، خو دې ژوند په همدې چورت کي هیڅ خوند نه کاوه، بیا ولاړم کراچي هلته هم همدا کیسه وه، له هغه ځایه پاریس ته ولاړم، د پاریس په رڼو جادو کي وګرځېدم هلته هم ژوند هیڅ مزه نه لرل او له هغه ځایه په همدې چورت کي ارغنداو ته ولاړم او په همدې فکر کي داسي خوشحاله سوم لکه جنت ته چي تللی یم. تر یوه ساړه اسویلي کښلو په ژړا سو. 

ویل یې که کوم څوک په دې حکومت کي ورته ضمانت ورکړي، چي کله بیرته خپل وطن ته راسي نو څوک به یې بې ځایه نه په تګلیف کوي، همدا نن وطن ته راځم. ماته يې د همدې ضمانت په خاطر ټلیفون کړی وو، خو ما ورسره متاسفانه مرسته نه سوای ور سره کولای. 

له ما څخه یې وپوښتل چي ایا کوم څوک په دې حکومت کي ماته ضمانت را کولای سي؟ 

ما ورته وویل چي یا.

ویل یې ته یې هم نه سي راکولای؟

زما جواب بيا هم یا وو.

Ghulam wali noori غلام ولي نوريسهار چي کله دفتر ته ولاړم تر ضروري کارونو تر سره کولو وروسته د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال ښاغلي نورزي صاحب دفتر ورغلم. زه چي کله دفتر ته ورننوتم هغه په ټلیفون کي د یو چار سره خبري کولې. ما چي کله دروازه بنده کړه ښاغلي نورزي د ټلفیون اواز لوړ کړ. په کومو غرونو کي یې د یوه طالب سره خبري کولې. هغه طالب هم د سولي په ارمان وو. ښاغلي نورزي هم زما په شان ضمانت نه سو ورکولای او د یو مشر په صفت یې هغه طالب جان ته همدا نصیحت کاوه، چي دا د پردیو جګړه ده، بس خپل ځان ځني ګورئ. 

دې طالب جان هم ور سره د سوي ظلم داستان بیان کړ. ښاغلي نورزي ورته وویل چي زه ستاسو په ټوله کیسه خبر یم خو اوس داسي یو حالت دئ، چي که ځان ونه ساتې له منځه ځي. د طالب جان تر ټلیفون وروسته یې ما ته په خواشینونکي او ما یوسه څيره وکتل. زیاته یې کړه، دغه مو د وطن حال دئ. ما هم د برایې ماښام خپله کیسه ورته وکړه. 

نن مي هغه طالب را یاد سو، له ځان سره مي وویل، د تقدیر لوبه ګوره، هغه یې پاکستان ته د پنجاب د نوکرۍ لپاره مهاجر کړ او زه یې غرب ته د (ډیشواشرۍ) لپاره؟